1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

 خلیل زاد: تخریب کونکي د سولې لړۍ خرابولو لپاره له هرې لارې ګټه پورته کوي.

ZalmayKHalilzad
10 Sep 2020

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایي چې د سولې خبرو اترو په درشل کې تخریی کونکي د دې لړۍ د خرابولو لپاره له هرې لارې ګټه پورته کوي.

ښاغلي خلیل زاد د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح باندې د ترهګریز برید پر غبرګون وایي چې افغانان د دا ډول برنامو په لومه کې نه ولویږي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی خلیل زاد ټینګار کوي چې سولې ته د رسیدو لپاره د خلکو د آرمانونو رښتني کیدل،د مرکچي پلاوي دوو ډلو او د هغوي مشرانو پورې تړاو لري.

په کابل کې د تیرې ورځې په چاودنه کې، څه د پاسه لس عام وګړي مړه او نږدې څلویښت تنه نور هم ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان په جګړو کې د قربانیانو د کورنیو د یوه استازي حضور ترڅنګ،په دې بهیر کې د ښځو د معنا داره حضور غوښتنه هم کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړی دی چې د خبرو اترو دواړه لوري باید د قربانیانو لپاره د عدالت اجرايي کیدو او د بشر حقونو جدي نقض په اړه هم ځواب وینې ته ژمن اوسي.