1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیل زاد:  حکومت او طالبان دې د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ ګړندۍ کړي

2B652B65-413C-475A-8D28-195FE374C5C9_cx8_cy2_cw81_w1023_r1_s-1
26 Apr 2020

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ دې چټکه کړي.

ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې روژه طالبانو ته دا فرصت ورکوي چې د اوربند په منلو سره،تاوتریخوالی کم کړي او خپل پوځي یرغلیز بریدونه ودروي.

په همدې حال کې د اسلامي همکاریو سازمان هم د روژې مبارکې میاشت په ویاړ په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي ترڅو تاوتریخوالی راکم کړي او پر یوه دوامداره اوربند کار وکړي.

طالبانو بیا مخکې له دې په هیواد کې د اوربند ټینګښت اړوند د افغانستان د حکومت غوښتنه رد کړې ده.