1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیل زاد: حکومت او طالبان د سولې لپاره یو موټې شي

4348586
03 Nov 2020

زلمی خلیل زاد له حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې پر وړاندې یو موټی شي او د اوربند لپاره یوه حل لاره ولټوي.

ښاغلي خلیل زاد د کابل پر پوهنتون ترهګریز برید په غبرګون کې چې ویل کیږي د داعش له لوري ترسره شوی دی ټينګار کوي چې داشان وحشیانه بریدونه د دولت او طالبانو لپاره د یو بل پر وړاندې امتیاز ترلاسه کولو لپاره فرصت نه دی او ټول له یوه ګډ دښمن سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د آمریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د دې پیښو عاملین یوازې د زدکړې مخالف نه دي بلکې د جهالت پلوي دي او په افغانستان کې د تلپاتې جګړې په هڅه دي.

د کابل پر پوهنتون په ترهګریز برید کې څه د پاسه ۲۰ تنه مړه او ۲۲ تنه نور هم ټپیان شوي دي.