د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې، د افغانستان د سولې د بهیر په تړاو خبرې اترې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې،سیمې او نړۍ اړوند سکالو پر سر بحث کړی دی.
د تاجیکستان ولسمشر ویلي دي چې هیواد یې د سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي.
له بلې خوا ښاغلي خلیل زاد ټينګار کړی دی چې د تاجیکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې یې د سولې د ټینګښت پر څرنګوالي او د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ په اقتصادي پله د افغانستان اوښتو په اړه خبرې کړې دي.