یو شمیر سیاسیون وایي چې خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې غوښتي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلیدو لپاره باید ټاکنیزې لانجې پایته ورسیږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمي خلیلزاد پرون (څلورنۍ، د مارچ څلورمه) کابل ته راغلی او له عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي.
د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال، امید میثم، رسنیو ته ویلي چې ښاغلي خلیلزاد له ښاغلي عبدالله سره په لیدنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو اړوند د ناندرو د مخنیوي پر سره خبرې کړې دي.
د افغانستان د سولې او ترقۍ د اسلامي ګوند مشر او عبدالله عبدالله ته له نږدې کسانو، عزیز الله دین محمد، آرزو ته وویل چې خلیلزاد په دې ناسته کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په موخه د ټاکنیزو ناندرو د پایته رسیدو غوښتنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني د بریا د اعلان وروسته، عبدالله عبدالله هم ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ؛ اوس ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایي ریاست، دواړه د لوړې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
دواړو لوریو ویلي چې د کب د میاشتې په نولسمه، د لوړې مراسم ترسره کوي.
د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع مشر، عزیز رفیعي د رامنځته شویو ټاکنیزو ناندرو اړوند وویل چې د حکومت د مشرانو ترمنځ ټاکنیز اختلافونه به ناوړه پایلې ولري او دې سکالو ته باید ژر تر ژره د پای ټکی کیښودل شي.
له دې ټولو سره، وبه لیدل شي چې د ټاکنیزو لانجو د مخنیوي په برخه کې د خلیلزاد نوې هڅې به څه پایله ولري، آیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې پر بنسټ، محمد اشرف غني د نوي ولسمشر په توګه خپل کار پیلوي، یا یو ځل بیا به افغانستان دوه سری او مشارکتي حکومت تجربه کړي؟
آرزو نیوز