د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایي چې خبرې اترې دې له کوم ځنډ پرته او پر ټاکل شوي مهال پیل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي د دولت او طالبانو درې اونیزې وقفې په غبرګون کې ویلي دي چې نباید دا ځنډ اوږد شي او د هوکړې پربنسټ د جنوري په پنځمه دې خبرې اترې له سره پیل شي.
ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې جګړه لا هم دوام لري له همدې کبله اړینه ده یوه سیاسي هوکړه،د تاوتریخوالو کمښت او بیړنی اوربند پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د دولت مرکچي پلاوی نادر نادري او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم اعلان وکړ چې د سولې خبرو پر سر د لا ډیرو مشورو لپاره د خبرو اترو دویم پړاو به د (مرغومي ۱۶/ د جنوري۵) پیل شي.
په همدې حال کې ولسمشرغني غني د آمریکا د کانګرس له مشرۍ سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې د بهیر،د تاوتریخوالو ډيریدو،بیړني اوربند او د ښځو د حقونو په اړه بحث کړی دی.
د ولسشمرۍ مانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني په دې ویډیو کنفرانس کې له میرمن نانسي پلوسي سره د تاوتریخوالي د زیاتیدو، د بیړني اوربند په ټینګیدو، او د ښځو حقونو په اړه هم خبرې وکړې.
مخکې له دې
تر دې دمخه د متحده ایالاتو کانګرس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو د مخنیوي لپاره یو قانون تصویب کړی وو.