1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیل زاد کابل ته په خپل سفر کې د حکومت له مشرانو سره لیدلي دي

171243856_3845299912212889_3215659586531568455_n
10 Apr 2021

ولسمشرغني د افغانستان دسولې لپاره د آمریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره لیدنه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي غني نن ( پیلنۍ، وري ۲۱مه) له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې په بهیر کې پرمختګ او د ترکیې ناستې لپاره چمتو والي پر سر بحث کړی دی.

له بلې خوا ښاغلي خلیل زاد د ملي روغې جوړې لویې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم د سولې سکالو اړوند لیدنه او خبرې اترې کړې دي.