1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

خلیل زاد کابل ته په خپل سفر کې له عبدالله عبدالله سره ولیدل

155819743_2832403180304487_4893883972042764819_o-1536x1024
01 Mar 2021

د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل ننني سفر (کب ۱۱مه) د ملي روغې جوړې لویې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه.

د ملي روغې جوړې لویې شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سولې د خبرو اترو د بهیر پر چټکوالي،د دوحې هوکړه لیک پر بیاکتنې،تاوتریخوالو کمښت،د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ پر لارو او تلپاتې سولې ته پر رسیدنې بحث کړی دی.

تمه ده ښاغلی خلیل زاد د افغانستان د حکومت له نورو چارواکو سره هم لیدنه وکړي.