د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو څخه غوښتي چې یوې هوکړې ته ورسیږي.
ښاغلي خلیل زاد چې د امریکا کانګرس استماعیه ناسته کې یې امریکایي قانون جوړونکو پوښتنو ته ځواب ورکولو ویلي دي چې د سولې خبرو د ماتې سره به په افغانستان کې حالت نور هم خراب شي.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي همدا راز په هیواد کې د ښځو د حقونو او وروستیو لاسته راوړنو له ملاتړ څخه هم ډاډ ورکړی دی.
د امریکایي ځواکونو د شمیر کمښت د ۴ تر ۵ زرو تنو، په کانګرس کې د خلیل زاد د توضیحانو یوه بله برخه وه. ده وویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کمښت په حالتو پورې تړلي دي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداشان د خبرو اترو پیل سره هم مهاله د تاوتریخوالي له ډیریدو نیوکه کړی او ویلي دي چې اړتیا ده ترڅو تاوتریخوالی کم شي.
هغه همدا راز ټینګار کړی دی چې د متحده ایالتونو د مرستو څرنګوالي پر سر د مرکچي پلاویو هر ډول کړنه او پریکړه پر افغانستان اغیزناک دی.