1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دافغانستان سولې اړوند رامنځته شوي فرصت څخه پر ګټڼې د آلمان ټينګار

11
27 May 2019

آلماني چارواکي وایی چې نباید په افغانستان کې دسولې د ټينګښت لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه لاړ شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړی استازي مارکوس پوتزل ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت فرصت نباید له لاسه لاړ شي.

ښاغلي پوتزل په هیواد کې له ټولو ښکیلو خواوو غواړي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو کې آسانتیا رامنځته کړي او همدا شان ټينګار یی کړی دی چې د افغانستان خلک او طالبانو کولای شي دخپلې راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.

دا څرګندونې په داسي حال کې کیږي چې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ شپږم پړاوو خبرې اترې بی پایلې پایته ورسیدي.

په قطر کې د طالبانو د ډلې ویاند سهیل شاهین له رویټرز سره په مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو او آلمانی چارواکو ترمنځ خبرې ترسره شوې دي ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اټکلیزې خبرې اترې په آلمان کې ترسره شي،خو تر اوسه په دې برخه کې هیڅ راز پریکړه نه ده نیول شوې.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي