1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت:دغزني ټاکنې باید وځنډیږي

حوا-علم-نورستانی
19 May 2019

د امریکا دبهرنیوچارو وزارت د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي چې د ولایتي شوراګانو او د غزني ولسي جرګې ټاکنې دې وځندیږي او دولسمشریزو ټاکنو او ددی ټاکنو په ښه ترسره کیدو دې غور وکړي.

د ټاکنو دخپلواک کمېسیون مشرې حوا نورستاني رسنیو ته وویل چې د امریکا دبهرنیو چارو وزارت مرسیالې الیس ویلز د ټاګنو د خپلواک کمېسیون له غړو سره په لیدنه کې،دا وړاندیز کړی دی چې باید یوازی د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو تمرکز وشي.

میرمن نورستاني وویل:د (الیس ویلز)ټينګار پر دې وو چې د مهال د کمښت له کبله به دا ښه وي چې یوازی ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړو،ځکه د دو نورو ټاکنو ترسره کیدل به ستونزې ځیږونکې وي.

میرمن نورستاني زیاته کړه:زمونږ دلیل دا وه چې د ولسمشریزو ټاکنو د روڼتیا او قانونی کیدو او سرتاسري ټاکنو د تضمین لپاره،دولایتي شوراګانو ټاکنې هم اړینې دي.

تمه کیږی چې ولسمشریزې،ولایتي شورا او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په۶ مه نېټه ترسره شي.

 

آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي