د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وایي له طالبانو سره هوکړه خطرناکه خو هیله بښونکې ده.
مارک اسپر د آلمان مونیخ په امنیتي ناسته کې، همداشان خبریالانو ته وویل چې اوس هغه مهال رارسیدلی چې په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې سوله ټینګه شي.
ښاغلي اسپر ټينګار کړی دی چې واشنګټن د تاوتریخوالو کمیدو طرحه پر مخ لري او د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ډیرې هیله بښونکې دي.
ولسمشر غني هم د مونیخ ناستې په څنډه کې د امریکا د پارلمان له مشرې او یو شمیر غړو سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې امریکا او افغانستان له لنډمهاله او اوږدمهاله ګواښونو سره مخامخ دي او باید له دې ګواښونو سره په ګډه مبارزه وشي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ، ښاغلي غني د سولې په اړه ویلي دي چې باید په دې بهیر کې فرصتونه او ګواښونه په کره توګه و ارزول شي.