1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دانش:تر هغې چې طالبان اوربند ونه مني،دسولې خبرې اترې بی منځپانګې شعار دی

سرور-دانش
21 Jul 2019

 د ولسمشر دویم مرستیال د خپلو ویناو ترڅ کې وویل چې طالبانو باید په خپله جګړه ییزه تګلاره کې بدلون راولي او اوربند وکړي،او که داسي نه شي د سولې خبرې اترې به بی منځپانګې شعار وي.د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش نن (پيلنۍ د چنګاښ/سرطان ۲۹ مه د جولای په ۲۰مه) د “وهیوادپالو لوست کاروان ”تر نامه لاندې ناسته کې وویل چې په دې وروستیو کې د سولې ټینګښت لپاره د قدر وړ هڅې ترسره شوې دي.ښاغلی دانش ټینګار وکړ چې حکومت په دې برخه کې له ټولو هڅو او ګامونو هرکلی کوي،ځکه سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.هغه زیاته کړه:سوله نباید په دې معنا وبلل شي چې د افغانستان دولت تیرې ۱۸ کلنې لاسته راوړنې تر شا پریږدي او هغو ډلو ته تسلیم شي چې د افغانستان د خلکو تر منځ د منلو نه وي.د ولسمشر دویم مرستیال د خپلو ویناوو په بله برخه کې،د طالبانو دوره د افغانستان په کړکیښ/ تاریخ کې یوه توره دوره وبلله او زیاته یې کړه:طالبانو په اویایمه/۷۰ لسیزه کې په خپله واکمنۍ کې،افغانستان په یوې چوپې هدیرې واړوه او له ځانه یې یو سوځیدلی او ویجاړ هیواد په میراث پریښود او یوه استبدادي او دیکتاتور نظام یې حاکم کړی وو.د ښاغلي دانش په وینا،که چیري طالبان په خپله جګړه ییزه تګلاره کې بدلون را نه ولي او له جګړو لاس په سر نشي، دسولې په اړه خبرې کول،یوازي بی منځپانګې شعار او د نړۍ د عمومی افکارو تیر ایستل دي.

سرور دانش وویل طالبان یوازی له امریکا سره نشي کولای بریا ته ورسیږي،ځکه د جګړې اصلي پلوی د افغانستان دولت دی.

هغه همدا شان د ټاکنو روان بهیر ته ګوتڅنډنه وکړه او وویل چې حکومت او ټاکنیز کمېسیونونه د دې بهیر ترسره کیدو لپاره بشپړ چمتو والی لري او دا بهیر به په ټاکل شوی مهال ترسره شي.

 

آرزو خبري سایټ شمس الله رحیمي