1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دانش ته د قانوني ځواب؛ دویم مرستیال د مطالعه پرته څرګندونې کړي

danesh-qanoni
13 Apr 2021

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشرتابه غړي، محمد یونس قانوني نن (درې نۍ، وري څلورویشتمه)، د ملي روغې جوړې شورا د فني کمیټې له لورې د توحید شوې طرحې اړوند د دویم مرستیال نیوکې ته ګوتڅنډنې سره وویل چې هغه (دانش)، دا طرحه نده مطالعه کړې.

 

سرور دانش په یوه لیکنه کې چې نن سحار خپره شوه، وویل چې په دې طرحه کې د ولسمشر طرحې ته سپکاوی شوی او په هغه کې د زلمي خلیلزاد برنامه منځټکی ګرځیدلی دی.

یونس قانوني چې د طرحو د یووالي د فني کمیټې پازه پرغاړه لرله، ویې ویل چې د ملي روغې جوړې شورا ته د وړاندیز شویو طرحو د توحید لپاره، درییمه لاره چې د سولې اړتیا ده، غوره کړې ده.

د هغه په وینا، د ارګ له آدرسه دې کمیټې ته، یوازې یوه پاڼه یي طرحه له جزییاتو پرته استول شوې وه او کله چې طرحه د ملي روغې جوړې شورا مشر ته وسپارل شوه، ډیر جزییات یې ترلاسه نشول.

ښاغلي قانوني زیاته کړه، د ارګ طرحه دا ده چې په شپږو میاشتو یا یو کال کې ژرمهاله ټاکنې ترسره شي، اوسنۍ مشرتابه په واک کې باتې شي او طالبان او سیاستوال اوسنی زعامت ومني.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا دې مشر وویل چې د ولسمشر طرحې ته سپکاوی ندی شوی او د طرحو د توحید او چمتو کمولو کمیټو په ناستو کې حکومتي څهرو لکه د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت شورا سلاکار هم حضور لرلی دی.

قانوني همداراز وویل چې په طرحه کې دویمه ټاکنه، د سولې د انتقالي دولت جوړیدل دي چې په هغه کې، د مشارکتي او پراخ دولت جوړیدل چې خلک او طالبان په کې ځان وویني، مطرح شوي دي.

هغه د سرور دانش د څرګندونو په غبرګون کې چې د نظام د بدلون بحث یې د یوه ګوند غوښتنه بللې، نورو سیاسي ګوندونو ته سپکاوی وباله.

ښاغلي قانوني زیاته کړه چې په دې توګه، د استانبول ناستې ته د افغانستان پلاوی به له یوې طرحې خو دوو ټاکنو سره ګډون وکړي.