| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
دانش: د دوحې هوکړه لیک د افغانستان د راتلونکي ټیکاو لپاره ډاډ نلري
10 Feb 2021
د ولسمشر دویم مرستیال وایي که د دوحې هوکړه لیک په کره توګه ونه ارزول شي، د سولې بهیر له لا ډیرو ننګونو سره مخامخ شي.
محمدسرور دانش، دا مطلب نن (څلورنۍ، سلواغې۲۲)، په افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمیټې له استازي، خوان پدروشیرر سره په لیدنه کې کړې ده.

ښاغلي دانش وویل: “دا هوکړه لیک په ځانګړو شرایطو او په بیړې لاسلیک شو او په دې سند کې، په راتلونکي کې د افغانستان د ټیکاو او د سولې د بهیر ثمر ته رسیدو اړوند هیڅ ډاډ شتون نلري.”
هغه ویلي، اوس د افغانستان دولت او ولس تمه دا ده چې نړیواله ټولنه او د افغانستان په قضیه کې ښکیل نړیوال همکاران په ځانګړې توګه امریکا، په دې سند بیا کتنه وکړي که نه، د اټکل له مخې تاوتریخوالی به ډیر شي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې استازولۍ مشر د دوحې د خبرو د بهیر د دریدو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډیریدو له کبله اندیښنه ښودلې.
دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې مخکې له دې د امریکا نوې ادارې د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو خبر ورکړی دی. له بلې خوا، د امریکا د دفاع وزیر تیره اوونۍ له ولسمشر غني سره په ټلفوني اړیکه کې وویل چې سپینه ماڼۍ له هغې سولې چې په افغانستان کې د اوربند لامل وګرځي، ملاتړ کوي.
له دې ټولو سره، اوس مهال د دوحې د خبرو بهیر په ټپه دریدلی او د طالبانو ډلې سیاسي پلاوي د سیمې هیوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي. آندونه دا دي چې طالبان اوس مهال د امریکا د نوي سیاست او د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو د پایلې په تمه دي.
