د ولسمشر دویم مرستیال وايي، د سولې لپاره د روغې جوړې لویې شورا په مخلیک کې، د ولسمشر طرحې ته سپکاوی شوی او په کې یوازې د یوه ګوند لیدلوری په پام کې نیول شوی دی.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د سولې ناستې لپاره د روغې جوړې لویې شورا د توحید شوې مسودې څخه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دې طرحه کې، “د جمهوریت بیلابیلو لوریو اندونو او طرحو ترمنځ هیڅ ډول توحید او سمون ندی شوی.”
هغه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې په دې طرحه کې، د ولسمشر له برنامې سره د سپکاوي چلند شوی او ډيری یې د خلیل زاد طرحه په منځټکي کې راوستې ده.
ښاغلي دانش ویلي دي چې: “د ب طرحې منځټکی په بشپړ ډول د ښاغلي خلیل زاد له طرحې اخیستل شوی او د هغه د طرحې ټولې برخې یې له یو لړ بدلون او سمون سره تایید کړی او له ځانه یې نوښت نه دی لرلی.”
دانش د دې په ویلو سره چې په وړاندې شوې طرحه کې یوازې د یوه لوري یا یوه ګوند لیدلوری اخیستل شوی، زیاته کړې ده: “پارلماني یا صدارتي نظام یوازې د یوه ګوند لیدلوری دی او نباید د جمهوریت دریځ او یا هم ټولو قومونو او ګوندونو لیدلوری وګڼل شي.
هغه همدا شان وویل، دې ته په کتو چې په اوسنیو شرایطو کې د هراړخیز ګوندیز نظام لپاره بستر شتون نه لري، د داشان نظام پلې کیدل ناشوی دی.
د ولسمشر د دویم مرستیال په آند، ، “ په حقیقت کې دا طرحه د صدارتي او یا پارلماني نظام په نوم د دوو قومونو ترمنځ د واک ویش دی او یو یې د ولسمشرۍ او بل یې هم د لومړي وزیرې وړ بللی دی.”
د ښاغلي دانش په وینا، دې طرحې د جمهوریت پلویو ترمنځ ټلوالې پیاوړتیا پر ځای، د دوی ترمنځ اختلاف ډیروي چې په هیڅ صورت د استانبول او یا هم بلې ناستې ته د وړاندې کیدو وړ نه ده.” اوباید له سره نوې، ټولیزه او د تولو په خوښه طرحه جوړه شي.
سرور دانش زیاته کړې ده چې د جګړو پای او د قومونو عادلانه ګډون لپاره، ریاستي نظام د یوې میرمنې په ګډون څلورو مرستیالانو سره چې په اساسي قانون کې اجرایي واکونو درلودونکی وي کولی شي دا موخه تر لاسه کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال ټينګار کړی چې داشان نظام، د هیواد له واقعیتونو سره سمون لري او له قومي اختلافونو هم مخنیوی کوي.