د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال له سیاسیونو وغوښتل چې د جمهوریت ټلواله پیاوړې کړي او د افغانستان دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې د تیر په څير په افغانستان کې پاشل کیدل او انقطاع وتپي.
د ولسمشر دویم مرستیال، محمدسرور دانش د اساسي قانون؛ ښاروندي حقونه او پایښت لرونکې سولې په نوم ناسته کې وویل چې د اوسني نظام دوام، په هیواد کې د پایښت لرونکې سولې ډاډمنوونکی دی.
هغه زیاته کړه چې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپآره، باید د ټولو لوریو رضایت ترلاسه شي، که نه د سولې تړون سکرو لاندې د جګړې اور به همداشان تود پاتې شي.
ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې تلپاتې سوله باید د جمهوریت مدني نظم پر بنسټ اوسي او باید ټول ارزښونه، اساسي خپلواکۍ او ښاروندي حقونه ومني چې یوه ولسواکه او عادلانه سوله ټینګه شي.
د ولسمشر دویم مرستیال هیښتیا ورکړه چې د لنډمهاله حکومت شعار د هیوادوالو د ارادې له پامه غورځول دي چې په هیواد کې به د جمهوري نظام د انقطاع او د بې نظمۍ او تاوتریخوالي پیلامه وي.
هغه پر دوام وویل: هغه کسان چې د لنډمهالي حکومت شعارونه ورکوي؛ شاید له سیاسي او حقوقي مفاهیمو او تاریخي واقعیتونو سره آشنا نه وي، یا اصلاْ جمهوري نظام او اساسي قانون ته وفاداري نلري، د شخصي ګټو په لټه دي او یا هم یو شمیر کړۍ له افغانستان بهر کړیو سره همکاري او همغږي ولري.
ښاغلي دانش له سیاسیونو وغوښتل چې د تلپاتې او عادلانه سولې د رامنځته کیدو لپاره، د جمهوریت لیکه له هر مهاله ډیره پیاوړې کړي او د افغانستان دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا په هیواد کې پاشل کیدل او انقطاع وتپل شي.
د عدلیې وزیر، فضل احمد معنوي هم په دې ناسته کې د لنډمهاله ادارې د بحثونو په تړاو وویل: باید د سیاسي ذوق او د سیال د ماتولو لپاره، د دښمن لاس اوچت کړو.
هغه زیاته کړه چې طالبانو خپل اصلي ماهیت ساتلی او لا هم بې ګناه خلک وژني.
د لنډمهاله حکومت د جوړیدو بحث، تیره اوونۍ کابل ته د زلمي خلیلزاد له راتلو سره تود شو او دا سکالو، ډیرۍ د ولسمشر غني د سیاسي مخالفینو له لورې مطرح کیږي. خو په کابل کې د امریکا سفارت، نن اعلان وکړ چې واشنګټن په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د طرحې ملاتړ نه کوي.