1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دانش: د نړیوالې ټولنې تیروتنو طالبانو ته نسبي مشروعیت ورکړی دی

28166869_832088533661938_1828963511298270124_n
25 Jul 2021

د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې طالبانو په ځینو سیمو څو ورځینۍ ولکې سره وښوده چې د هغوی په فکر کې هیڅ بدلون ندی راغلی.

محمدسرور دانش په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې پروني او ننني طالب کې هیڅ بدلون ندی راغلی.

ښاغلي دانش زیاته کړې: “یوازینۍ بدلون چې راغلی دا دی چې د نړیوالې ټولنې او لرې او نږدې هیوادونو تیروتنو سره، دې ډلې نسبي مشروعیت ترلاسه کړی او نن خیال کوي چې د جګړې فاتح دی.”

د ولسمشر د دویم مرستیال په وینا، طالبانو د جګړه ییزو جنایتونو او په خپلې ولکې سیمو کې د بیګناه وګړو وژنو ترسره کولو سره، په دې سیمو کې عامه او بنسټیز توکي هم ویجاړ کړي دي.

هغه همداراز د دې ډلې له لورې “د اجباري ودونو لپاره د ښځو تښتولو، د وینا د خپلواکۍ او سیمه ییزو رسنیو ځپلو، د هنرمنانو او فرهنګیانو وژنه او د خلکو د کور او شتمنیو لوټ، جبري جنګیالي اخیستلو او د خلکو اجباري کډه کول او د خلکو د استوګنیزو کورونو ډال ګرځولو” ته ګوتڅنډنه کړې ده.

سرور دانش همداراز ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د څار بنسټ، د طالبانو له لورې د دې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې د دې ګزارش ځینې برخې تایید کړې دي.

هغه پر دوام لیکلي: “اوس نړیواله ټولنه پوهه شوې چې طالبان هیڅ کله هم د رښتینې سولې پلوي ندي او د سیاسي حل لارې پرځای، جګړې او تاوتریخوالي ته ډیر فکر کوي.”

د ولسمشر دویم مرستیال نړیوالو ناستو ته د طالبانو ډلې بلنه هم د سولې بهیر په تړاو ناسنجول شوې خوښبیني بللې او دا یې دې ډلې ته مشروعیت ورکول بللي.

ښاغلي دانش په دې لیکنه کې همداراز ویلي چې نړیوالې ټولنې د “طالبانو د بندیانو د خوشې کولو” لپاره پر حکومت فشار راوړی دی.

هغه د بهرنیو ځواکونو وتل هم په بیړي بللي او ویلي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د دولت او خلکو یوازیې پریښودلو سره، د “نه بښولو تیروتنه” کړې ده.