د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال په پاکستان کې په یوې ناسته کې وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو له کمپونو سیاسي ګټنه، په افغانستان کې د نه ټیکاو د دوام لامل ګرځیدلې ده.
د ولسمشر دویم مرستیال، محمد سرور دانش، د افغانستان له کډوالو د پاکستان د څلویښت کلن کوربه توب په پار ناسته کې وویل، چې په تیرو څو کلونو کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سیاسي ګټنه شوې او دا چاره په افغانستان کې د نه ټیکاو او ناکراریو د دوام لامل ګرځیدلې ده.
هغه زیاته کړ: “له بده مرغه د افغانستان دولت د مخالفینو ډلې په پاکستان کې د کډوالو له منځه سرتیري ټولوي او په رښتیا د کډوالو له کمپونو یې ځان ته ښوونځای او ځاله جوړه کړې او په کمپونو کې یې د افغانستان د مشروع حکومت پر وړاندې، تبلیغونه کړي او د افغانستان د مشروع دولت پر ضد یې ویجاړوونکې او ترهګریزې جګړې پیل کړې او دا حالت د دې لامل شو چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او نه ټیکاو تراوسه دوام ولري. په رښتیا په دې پړاو کې، له پناه ځایه، سیاسي ګټنه شوې دی.”
ښاغلي دانش په روښانه توګه اعلان وکړ چې هیوادونه باید د کډوالو له سکالو سیاسي ګټنه ونکړي.
د ولسمشر دویم مرستیال پر دوام وویل:” د کډوالو سکالو باید په یوې سیاسې مسئلې او د افغانستان پر حکومت د فشار د عامل په توګه ونه کارول شي او کډوال باید د سایسي سکالو لپاره تر بیځایه فشارونو لاندې ونه نیول شي او د هغو بشري حقونه ترپښو لاندې نشي.”
هغه همداشان د کډوالو داوطلبانه وتلو ته ګوتڅنډنه وکړه او ویې ویل: “راستنیدل باید داوطلبانه و اوسي، نه جبري او په جبر له پولو ډله ییز بهر کول، د ستنیدو بهیر ته تاوان رسوي او دویم دا چې ستنیدل باید تدریجي و اوسي او منظم مهال ویش ولري او درییم دا چې د کډوالو په منځ کې یوه ولیه داسې ډله هم شته چې د پوهې، تخصص او شتمنۍ خاوندان دي، باید هغوی ته اجازه ورکړل شي چې په قانوني توګه، خپله شتمني، کار او بار له ځانه سره افغانستان ته ولیږدوي.”
له بلې خوا د ملګرو ملتونو سازمان لوی منشي، انتونیو ګوترش، په دې ناسته کې افغانستان د کډوالو په خوندي ستنیدو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: “غواړم ټینګار وکړم چې د کدوالو لپاره تلپاتې حل لاره، خپلو هیوادونو داوطلبانه او خوندي ستنیدل دي. مونږ له سیمې سره یوځای د افغانستان ټولنې ته د کډوالو د داوطلبانه ستنیدو او په ټولنه کې د یوځای کیدو لپاره کار کوو.”
سوله او جګړه
د ولسمشر دویم مرستیال په دې ناسته کې همداشان وویل چې د افغانستان دولت د افغانانو ترمنځ له خبرو ملاتړ کوي.
ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله، د پاکستان د ګډون پرته ناشونې ده. “د پاکستان دولت باید له مونږ سره د سولې په برخه کې شریک و اوسي. غواړم په رښتیا ووایم چې مونږ د پاکستان د ګډون، ونډې او د پاکستان دولت د همکارۍ پرته، نه شو کولای سولې ته ورسیږو.”
هغه همداشانله نورو افراطي ډلو سره د طالبانو د همکارۍ پایته رسیدو ته ګوتڅنډنې سره وویل: ” که طالبان خپلې ځالې او له نورو افراطي او ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې همداشان وساتي، که اوربند هم وشي، تلپاتې سوله به ترلاسه نشي. زمونږ ولس د تاوتریخوالي د بنسټیز پای غوښتنه لري او سوله یوازې د تاوتریخوالي د پایته رسیدو لپاره وسیله ده.”
له دې سره، د پاکستان لومړي وزیر د خبرو لهل ارې د افغانستان د کړکیچ په هواري ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې اسلام آباد د سولې د خبرو اترو په بهیر کې د آسانتیا رامنځته کولو ته چمتو دی.
عمران خان زیاته کړه: “له کوم مهاله چې واک ته رسیدلی یم، ډیره هڅه مې کړې چې د سولې د خبرو له بهیره لازم ملاتړ وکړم. څو ځلي مې له ښاغلي خلیلزاد سره لیدلي دي. مخکې ځینې خبرې وې چې د پاکستان امنیتي سرتیري او حکومت جلا سیاستونه لري، خو اوس داسې نه ده. که څه هم هر څه چې پخوا وو، په تیرو پسې تړاو لري.”