| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
دتاجیکستان ولسمشر: دافغانستان اصلي ستونزه بهرنۍ لاس وهنې دي
18 May 2019
دتاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان چې دتاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې یی له ترهګرۍ سره دمبارزې په نړیوال او سېمه ییزه ناسته کې خبرې کولې،د نړۍ یوشمیرهیوادونه یی ترهګرۍ سره په مبارزه کې په دوه ګوني سیاست تورن کړل.
ښاغلی رحمان وویل:له ترهګرۍ او افراط پالنې سره مبارزې لپاره دی ګټور اقدامونه تر لاس لاندي ونیول شي.
ټول هیوادونه دی په ګډه په وړاندی مبارزه وکړي،نباید د ترهګرۍ پر وړاندی دوه ګونی سیاست غوره شي.
ترهګر په خپلو او پردیو،اصلاح غوښتونکي او افراط پاله،نیک او بد ډلو ویشل تیروتنه ده.
ښاغلی رحمان د افغانستان اوسنی کړکیچ ته په ګوتڅنډنې سره زیاته کړه:د افغانستان خلک ټول ترهګر نه دي،ټول افراط پاله نه دي.
اوس مهال ددی هیواد د وګړو شمیر څه دپاسه ۳۰ میلیونه دی،په ټوله کې که چیری وشمیرو شاید په دې هیواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ زرو ترهګر شتون ولري،د افغانستان ټول وګړي ددی ترهګریزو او افراط پالو ډلو ملاتړي نه دي،ولی مونږ خلک نوم بدي کړو،د افغانستان د ستونزو اصلي لامل د بهرنیو لاس وهنه ده.

امام علی رحمان د خپلو ویناوو په بله برخه کې داعش ډلې ته ګوتڅنډنه وکړه او وویل:یو سازمان د اسلامي دولت په نامه له ښکاره موخو سره د افغانستان خاورې ته لیږدول کیږي.دی ټولو دسوریې او عراق په ترهګریزو عملیاتونو کې ګډون کړی دی،جګړه ییزه تجربه یی تر لاسه کړی او دسېمې د ناټیکاوه کیدو لپاره نوې نقشه لري.
امام علی رحمان د افغانستان د ستونزې پر سیاسی حل ټینګار وکړ او زیاته یی کړه:یو ځل بیا ټینګار کوم چې دافغانستان ستونزه یوازی پوځي حل لاره نه لري.د افغانستان اوسنی کړکیچ نه یوازی سېمه ییز بلکه نړیوال ماهیت لري.
زه له ټولو خواوو او هغو هیوادونو څخه غواړم چې د افغانستان په سکالو کې ښکیل دي چې سوله ییزې حل لارې ته د افغانستان رسیدو لپاره خپلې ګډې هڅې پیاوړې او دوه برابره کړي.

د تاجیکستان ولسمشر افغانستان ته د ډيری مرستو وړاندی کولو لپاره د خپل هیواد له چمتو والی خبر ورکړ او وویل“تاجیکستان دټولې سېمې د امنیت لپاره په افغانستان کې دسولې او ټیکاوو ټینګښت ګټورتیا ته په کتو،او په دې برخه کې [له ترهګرۍ سره مبارزه] کې دافغان حکومت او نړیوالې ټولنې له هڅو او اقدامونوملاتړ کوي.تاجیکستان د افغانستان د یوه دوست او ورور هیواد په توګه په دې هیواد کې د اقتصاد د ودې او ټولنیزو شرایطو ښه والی لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.”
امام علی رحمان په پای کي زیاته کړه چې“ترهګرۍ او افراط پالنه ناوړه سیاسي،ټولنیز او اخلاقي پایلې له ځانه سره لرلي دي.د ترهګریزو سازمانونو او نورو افراط پالو فعالیت له پولو اوښتی او نږدې ټولو هیوادونوکې فعالیت لري.اوس مهال،د نړیوالې ترهګرۍ او افراط پالوفعالیت د نړیوال امنیت ستنې کمزورې کړي دي او دنړیوالې ترهګرۍ پیاوړتیا د نړۍ د برخلیک لپاره ستر خطر دی.په دې وروستیو کې په افغانستان،نوی زیلاند او سریلانکا کې ترهګریزو ناوړه کړنو دا وښودله چې ترهګر او افراط پالونکي هیواد،ملت،دین او مذهب نه لري.”
آرزوخبري سایټ – شمس الله رحيمي

