دتخار سیمه ییز چارواکي وایې چې وسله والو طالبانو دڅلور نۍ په ورځ د (جون په ۱۲مه) ددې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ خپل پراخ بریدونه په لاره اچولي دي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمرعمر وایې وسله وال طالبان تیره شپه ددې ولسوالۍ ( مرکز څلور لارې ته) رسیدلي وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري په شا وتنبول شول.
د سیمه ییز پازوال په وینا تازه دمي سرتیري دې ولسوالۍ ته رسیدلي او اوس مهال ددې ولسوالۍ له مرکزي سیمو د طالبانو د په شا تنبولو لپاره دهوا او ځمکې له لارې عملیات دوام لري.
په همدې حال کې دکورنیو چارو وزارت ددې خبر په پخلی سره وایې چې د نښتې په ترڅ کې ۲۵ طالب جګره مار وژل شوي هم دي.
دا وزارت زیاتوي چې د پراخو عملیاتو په پیل سره دا ډله ددې ولسوالۍ له بیلابیلو برخو څخه تښتیدلې ده.
خو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي