1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

درې سناتوران د بډې اخیستلو په تور ونیول شول

133714405_2937859246525894_9165601656071192358_o
28 Dec 2020

لویې څارنوالۍ په یوې اعلانپاڼه کې د بډې اخیستلو په تور د درییو سناتورانو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.

 

د دې بنسټ په اعلانپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو او د لویې څارنوالۍ استازي، تیره ورځ (یوه نۍ، مرغومې اتمه)، په یوه ګډ عملیات کې د مشرانو جرګې درې غړي د ۴۰ زره امریکايي ډالرو بډې اخیستلو په تور باالفعله نیول شوي دي.

لویې څارنوالۍ همداراز ویلي چې د مشرانو جرې دا درې برحاله غړي د څارنې او یو شمیر چارو پرمخ وړلو په موخه بلخ ولایت ته تللي وو چې د بډې اخیستلو په تور ونیول شول.

د بلخ والي، محمدفرهاد عظیمي هم پخلی وکړی چې د مشرانو جرګې درې غړي چې د څیړنو لپاره بلخ ته راغلي وو، د ملي امنیت د سرتیرو له لورې د بډې اخیستلو په تور نیول شوي.

ښاغلي عظیمي د نیولو شویو کسانو د نومونو اړوند څه ونه ویل.

خو یو شمیر سرچینو ویلي چې محمدعظیم قویاش، انور باشلیق او لیاقت الله بابکرخیل د مشرانو جرګې هغه درې غړي دي چې په دې قضیه کې نیول شوي.