1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

درې سناتوران د بډې اخیستلو په تور په لس کاله بند محکوم شول

133714405_2937859246525894_9165601656071192358_o
06 Feb 2021

د اداري فساد د سنګینو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز لومړنۍ محکمې، د مشرانو جرګې درې غړي چې څو موده مخکې د بډې اخیستلو په تور له بلخ څخه نیول شوي وو، هر یو یې په لس کاله او یوه میاشت تنفیذي بند او د ۴۰ زره امریکایي ډالره نقدي جریمې په ورکړې محکوم کړل.

 

د مشرانو جرګې درې غړي هر یو، لیاقت الله بابکرخېل د فیض محمد زوی، محمد انور باشلیق د قربان زوی او عظیم قویاش د محمد کریم زوی، د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو د رشوت غوښتلو په تور د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې له خوا محاکمه شول.
دا درې کسان چې د عایداتي ادارو د حیرتان بندر ګمرک د ارزونې په موخه د مشرانو جرګې له خوا بلخ ولایت ته توظیف شوي وو، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ له خوا د کشفي بنسټونو په مرسته د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر اوومه په بالفعل ډول د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو د بډو غوښتلو له مجموعې د ۴۰ زرو امریکايي ډالرو د بډو اخیستلو په تور ونیول شول او قضیه یې د ارزونې او تحقیقاتو د بشپړېدا په موخه د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۳ د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته واستول شوه.

لویې څارنوالۍ ویلي چې د قضيې موظف څارنوال د اسنادو او شواهدو له راټولولو او د قانون پر اساس د تحقیق تر بشپړولو وروسته د تورنو پر وړاندې د الزام د اووه دلایلو له مخې، نوموړو ته له محکمې څخه د جزا کوډ د ۳۷۰، ۳۷۱ او ۳۸۵ مادو پر اساس د څه باندې لسو کالو بند غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې دا درې غړي چې د دوو تنو غړیتوب یې انتصابي و، د ولسمشر غني له لورې لغوه شوی دی.