په قطر کې بین الافغاني ناسته د یوې اته ماده یې پریکړه لیک په جوړښت سره تیره شپه ناوخته د(جولای په ۸مه) پایته ورسیده.
په ګډه اعلامیه کې ټولټال اته مادې راغلي، چې پکې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.
او له هغه څه چې افغان میرمنو ترې انديښنه درلوده چې د طالبانو ډله تر کومې کچې د دوی حقونو او خپلواکۍ ته درناوی لري.
د دې پریکړه لیک په یوې ماده کې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، رونیز او فرهنګي برخو کې د اسلامي ارزښتونو په څوکاټ کې د ښځو د حقونو د ټينګښت پرسر او همدا شان مذعبي اقلیتونو حقونو پر ټينګښت ټينګار شوی دی.
په دې بین الاافغاني ناسته کې له افغانستان څخه ۵۳ کسانو چې په کې سیاستوال،مدنې ټولنې غړي،ځوانان،سیاسی ګوندونه او د رسنیو استازي او ۱۷ کسه هم د طالبانو استازو حضور درلود چې د جولای په ۷ مه او ۸ مه یې دوام وکړ او تیره شپه نا وخته پایته ورسیده.
په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو او امریکا استازي له دې ناستې وروسته د افغانستنا دسولې اړوند خپلې خبرې اترې پيل کړې دي.
د اعلامیې په پای کې پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غږ شوی چې د دې ګډې اعلامیې ملاتړ دې وکړي.
د طالبانو استازي بیا وایې چې ددې پریکړه لیک له مادو څخه د څارنې او عملي کیدو لپاره به د دوی بحثونه دوام ولري.
د طالبانو په استازیتوب هم ګڼو کسانو په دې ناسته کې ګډون کړی و. دا ناسته د جرمني او قطر هېوادونو په ګډ کوربه توب جوړه شوې وه او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په لړ کې درېیمه ناسته وه.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي