1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دوستم خپلو پلویانو ته: په ټاکنو کې بریا ونمانځئ

جنرال-دوستم
19 Feb 2020

د ولسمشر لومړي مرستیال د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې، هغه یې ناقانونه وبللې او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د ثبات او همپالنې بریا ونمانځي.

 د ولسمشر لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم، نن (څلورنۍ، د سلواغې ۳۰/فبرورۍ ۱۹)، په جوزجان کې خپلو پلویانو ته وویل، چې د ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلان ناقانونه دی او دی کمیسیون په رسمیت نه پيژني.

ښاغلي دوستم دې ګوتڅنډنې سره چې د ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې دلې له دریځ څخه ملاتړ کوي، زیاته یې کړه: مونږ له زړه د ډاکټر عبدالله له دریځه ملاتړ کوو. مونږ د ټاکنو کمیسیون په رسمیت نه پيژنو.

جنرال دوستم، د دولت جوړوونکې ډلې بریا هم ناقانونه اعلان کړه او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د حکومتي چارواکو د غوراوي لپاره چمتووالی ولري. د شمال خلک دی چمتو و اوسي. خپل والیان دې وټاکي.

هغه د ثبات او همپالنې له پلویانو وغوښتل چې چوپتیا غوره نکړي او زیاته یې کړه: د ثبات او همپالنې ټولو پلویانو او د افغانستان ولس ته زما خبره دا ده چې چوپتیا، ځان وژنه ده او چوپتیا، زمونږ څلویښت کلنې هڅې له پوښتنو سره مخامخوي… حق اخیستل کیږي، نه ورکول کیږي… سر له سبا نه ټولو ولایتونو کې بیرون راووځئ او خپله بریا ونمانځئ.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په بله برخه کې همداشان وویل چې پلویان یې باید له ګواښونو ونه ویریږي.

ښاغلي دوستم ویلي: هیڅ څوک باید ونه ویریږي. که څوک اعدام او یا ووژل شي، هغه زه یم، تاسې مه ویریږئ… مونږ هیڅ کله هم معامله نه کوو. هغه مهال تیر شوی چې د پولیس یوه سرتیري به ټول کلی مخکې کوه.

د ولسمشر لومړی مرستیال، په داسې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلان اړوند غبرګون ښایي چې تیره ورځ (درې نۍ) د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ډله د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې ګټونکې اعلان کړه.