1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دوستم: د سولې مخالف نه یم؛ پوځي فشار ټاکونکی دی

دوستم-1536x876
18 Nov 2020

عبدالرشید دوستم د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د ملي پوځ د سوق او ادارې د څارلو پرمهال وویل، که حکومت ورته اجازه ورکړي، د جګړې مخنیوی به وکړي او طالبان به وځپي.

 

د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو ډیریدو په لړ کې، د اسلامي غورځنګ د ګوند مشر، مارشال عبدالرشید دوستم تیره شپه (درې نۍ، لړم ۲۷)، په اندخوی ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو د سوق او ادارې له مرکز څخه لیدنه وکړي.

ښاغلي دوستم وویل چې له ناچارۍ د جګړې ډګر ته راغلی، خو که حکومت ورته اجازه ورکړي، د ناکراریو او نښتو مخنیوی به وکړي.

هغه د دې په ویلو سره چې د دوحې د هوکړه لیک وروسته په هیواد کې تاوتریخوالی ډیر شوی، ټینګار وکړ: د سولې پلوي یم او په دې بهیر کې همکارۍ ته هم چمتو یم، خو پوځي فشار ټاکونکی دی.

هغه په هیواد کې د جګړې په تګلارې نیوکې سره وویل چې امنیتي چارواکو تل په هیواد کې د جګړې د تګلارې خبر ورکړی، خو هیڅ څه بدلون نه دی کړی او دا حالت ورته د منلو ندی.

د ولسمشر مخکیني لومړي مرستیال ټینګار وکړ چې له تسلیت ویلو ستړی شوی.

هغه د دې په ویلو سره چې چمتو دی د جګړې مخنیوی وکړي، زیاته کړه: فاریاب په خبرو حلوو. سرپل په جګړې حلوو. جوزجان په عذر حلوو. بلخ له قومي مسئلې سره حلوو او سمنګان هم له سلاوو سره. هغوی چې جګړه کوي، هغوی ځپو.

عبدالرشید دوستم مخکې له دې هم د هیواد په شمال کې د امنیت د ټینګښت لپاره، د امنیت شورا د اجازې غوښتنه کړې وه.

د مارشال دوستم نوې څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې په هیواد کې د ناکراریو او تاوتریخوالي لمن له هر مهاله ډیره غځیدلې ده.