1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دوستم: پر طالبانو پوځي فشار د سولې بهیر کې ټاکونکی دی

مارشال-دوستم
07 Feb 2021

مارشال دوستم وایي چې له واک څخه د ولسمشر د لاس په سر کیدو او د لنډمهالي حکومت جوړیدو لپاره د طالبانو غوښتنو نهیلۍ رامنځته کړي؛ سیاستوال باید اختلافونه په څنګ کې پریږدي.

 

ښاغلي دوستم د پیلنۍ په ورځ (سلواغې اتلسمه)،په جوزجان ولایت کې په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر له ستر سلاکار، محمد محقق سره د لیدنې پرمهال دا څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې ناکرارۍ ورځ تر بلې په ډیریدو دي او طالبان خبرو ته نه حاضریږي.

مارشال دوستم طالبانو ته په خطاب کې وویل: “له یو هیواد بل هیواد ته ځي، یو یې وایي ولسمشر دې له واکه لاس په سر شي، بل وایي چې لنډمهالی حکومت جوړ شي.”

د ملي غورځنګ ګوند مشر د دې په ویلو سره چې طالبان د سولې په بهیر کې د نهیلیو د رامنځته کیدو لامل شوي، زیاته کړه: “پوځي فشار ور وړئ. پوځي فشار د سولې په بهیر کې ټاکونکی دی. سوله سوله مه وایئ، هغوی (طالبان)، زمونږ سیمې ونیسي او زمونږ لویې لارې وتړي…”

ښاغلي دوستم، د هیواد ځواکمنتیا په خطر کې وبلله او له سیاستوالو یې وغوښتل چې اختلافونه او ګلې په څنګ پریږدي.

هغه همداراز یادونه وکړه: ولسمشر دې، ټول سیاسیون راټول کړي، د اوس لپاره فکري اختلاف په څنګ پریږدي. زمونږ جغرافیه او ځواکمنتیا په خطر کې ده. اوس ګلې په څنګ پریږدئ، باور رامنځته کړئ.”

د ملي غورځنګ مشر د خپلو خبرو په یوې څنډه کې وویل، که حکومت اجازه ورکړي او له ده پوځي ملاتړ وکړي، چمتو دی چې په شمال کې چاڼیز عملیات ترسره کړي.

له بلې خوا، محمد محقق هم په دې ناسته کې وویل چې د سولې له بهیر څخه هرکلی کوي، خو که دا بهیر ناکامه شي، د هر ډول دسیسو پر وړاندې به ودریږي.

ښاغلي محقق زیاته کړه: “زمونږ برخه لیک یو دی. د هر ډول دسیسې پر وړاندې دریږو… د سولې پر وړاندې زمونږ ورمیږ لکه وریښم نرم دی… که سوله وشوه، ښه خو که ونشوه، صحنه دښمن ته نه پریږدو، پر وړاندې یې دریږو.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې جګړو زور اخیستی، د دوحې د خبرو بهیر په ټپه دریدلی او حکومت تل طالبان په پلمې لټولو او د خبرو د بهیر په ځنډولو تورن کړي. له دې سره هم مهاله، د امریکا نوې ادارې هم د طالبانو ډله د دوحې په هوکړه لیک کې د تاوتریخوالي د کمیدو او له ترهګریزو شبکو سره د اړیکو د شلولو اړوند د کړیو ژمنو په ترپښو لاندې کولو تورن کړي دي. خو طالبانو د دې هوکړه لیک د لغوه کیدو د پایلو اړوند هیښتیا ورکړې ده.