1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دوشنبې ته د لاوروف سفر؛ روسیه د افغانستان په شمال کې د ترهګریزو سازمانونو په فعاله کیدو اندیښمنه ده

187337487_3426828957416521_439783065181852463_n
19 May 2021

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې ګډو امنیتي ګواښونو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په کتو سره، مسکو له تاجیکستان سره په ځینو امنیتي برنامو هوکړې ته رسیدلی دی.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف له خپل تاجیکستاني سیال سره د دې هیواد په پلازمینې دوشنبه کې د لیدنې په ترڅ کې وویل چې مسکو د افغانستان په شمال کې د ترهګریزو سازمانونو له فعاله کیدو اندیښمن دی.

د هغه په وینا، مسکو د دې ګواښونو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پایلو د مخنیوي لپاره، له دوشنبې سره ځینې هوکړې کړې دي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه: مونږ هوکړه وکړه چې په بشپړه توګه مشخصې شوې برنامې پلي کړو. دا چاره زمونږ ګډو امنیتي ګواښونو او له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو شاتګ پیل ته په کتو سره ډیره مهمه ده. مونږ د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو له فعاله کیدو اندیښمن یوو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز د تاجیکستان او افغانستان د پولې ترمنځ د یوې اډې د جوړیدو لپاره د مسکو له هڅو خبر ورکړ.

هغه وویل چې له خپل تاجیکستاني سیال سره یې په دې لیدنه کې، د افغانستان او تاجیکستان د پولو د پیاوړتیا اړوند د ګامونو پر سر هم خبرې کړې دي.

د روسیې د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر وویل: په نږدې راتلونکي کې تمه لرو چې د دولتونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک کړو چې له مخې یې روسیه د تاجیکستان او افغانستان د پولو په یوې برخه کې یوې پرمختللې پوله ییزې پوستې جوړیدو کې مالي مرسته وکړو.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراج الدین مهرالدین هم وویل چې له روسي سیال سره یې په لیدنه کې، د افغانستان د سیاسي ستونزو اړوند هم خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د حالت خرابیدو ته په کتو سره، مونږ له روسیې اړخ سره د هوکړه لیکونو د اجرا اړوند خبرې وکړې. د روسیې او تاجیکستان د وزارت خونو ترمنځ د همکاریو د چټکیدو لپاره هوکړې.

له دې ټولو سره، مخکې له دې هم د سیمې یو شمیر هیوادونو، له افغانستان څخه د بهرني ځواک د نامسوولانه وتلو اړوند هیښتیا ورکړې او د خبرو او هوکړې له لارې یې د افغانستان د مسئلې په بیړني هواري ټينګار کړی.