د ټاکنو خپلواک کمېسیون شمیرنو پر بنسټ د رای ورکونې په ۲۵۹۷ مرکزونو کې یو میلیون او ۵۱ زره کسانو ګډون کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پازوال د پیلنۍ په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل:د تلې په شپږمه ولسمشرۍ ټاکنو کې د رای ورکونې په ۲۵۹۷ مرکزونو کې د خلکو ګډون یو میلیون او ۵۱ زره کسانو ته رسیږي.
د دې کمېسیون د خبرپاڼې پر بنسټ تمه ده د رای ورکونې په نورو مرکزونو کې د ګډون کوونکو شمیر د نن ورځې تر پایه اعلان شي.
د دې کمېسیون پازوال اعلان وکړ چې دا شمیرنه د سیمه ییز پازوال د راپور پر بنسټ راټوله شوې ده.
دې پازوال اعلان وکړ،دا شمیرنه د ټلفن له لارې او سیمه ییز پازوال د راپورونو پر بنسټ ورکول شوې ده.
په همدې حال کې ښاریان د خلکو د رایو راټولیدنې په برخه کې د روڼتیا غوښتونکي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي