1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر:تلپاتې سوله د افغانستان او پاکستان ګډه موخه ده

65208031_1975771835860077_7975166029951139840_n
22 Jun 2019

دپاکستان دبهرنیو چارو شاه محمود قریشی وایې چې په افغانستان کې سوله او ټيکاوو د پاکستان په ګټه ده او اسلام آباد یې پر وړاندی ژمن دی.

ښاغلی قريشي چې په اسلام آباد کې د یوشمیر افغان سیاسی مشرانو په حضور سره په یوې ناسته کې خبرې کولې وویل: ”دپاکستان امنیت په افغانستان کې د امنیتي وضعیت تر اغیزې لاندې دی.د یوې ګډې پازې په توګه په دې برخه کې خپلې ونډې ته همدا شان دوام ورکوو.د سیاسی کړکیچونو د حل لپاره زمونږ ملاتړ چې ناشونی وو،جوړونکی تمام شوی دی.عمران خان په خپله په افغانستان کې دسولې پر وړاندی ژمن دی. ”

ښاغلي قریشي دخپلو ویناوو په بله برخه کې زیاته کړه:د داسي افغانستان غوښتونکي یو چې د یوه ټاکل شوي مشر له لوري اداره شي او ددې هیواد د ټولو خلکو استازی وی.د دواړو هیوادونو ترمنځ نه باور د ډیریو کالونو لپاه اسلام آباد او کابل اغیزمن کړي دي.یو پر بل تهمت وهل تر اوسه هیڅ یوه هیواد ته ګټه نه ده رسولې.

له بلی خوا ښاغلي قریشي د دواړو هیوادونو ترمنځ پر بارو جوړونې ټینګار سره وویل:د دواړو هیوادونو مشرې باید په خپلو کې د اعتماد جوړونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.نباید اجازه ورکړو ترڅو زمونږ له خاورې د نورو پر وړاندي ګټه پورته شي.مونږ لاهم د نورو ځواکونو پر وړاندي چې زمونږ ترمنځ داختلافونو د رامنځته کیدو په هڅه دي ویښ یو.هغوي اجازه ور نه کړو ترڅو زمونږ ورور ولي اړیکو ته زیان ورسوي.

دې پاکستانی ستر ډیپلوماټ همدا شان وویل:دواړه هیوادونه همدا شان په افغانستان کې د سولې او ټیکاوو لپاره ګډې موخې لري.په داسي حال کې چې نور په پوځي حل لارې باور لري.مونږ تل په دې اند یو چې په افغانستان کې یوازینې لار سیاسي حل لاره ده.غواړ یادونه وکړم چې نورو هم دې پایلې ته لاس رسی پیدا کړی دی.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر د افغانستان دسولې په تړاوو د یوې سیمه ییز اجماع له جوړیدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه:د بهرنیو چارو د وزارت له څوکې تر لاسه کولو وروسته،لومړی ځل په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې مې افغانستان ته سفر وکړ او له ووروسته بیا درې ځلې له کابل څخه لیدنه وکړه.همدا شان د سیمې له نورو هیوادونو له چین،روسیې،ایران،ترکیې،قطر،سعودي عربستان،عمان او عربي متحده اماراتو څخه مې هم لیدنه وکړه ترڅو دسولې اړوند یوه سیمه ییزه اجماع جوړه شي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي