1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دپاکستان له لوی درستیز سره د هیواد د سترو امنیتی چارواکو لیدنه

61193619_2344155982466670_8616640608452214784_n
29 May 2019

دافغانستان د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب او دکورنیو چارو وزارت واکپال مسعود اندرابي د درې نۍ په ورځ (د مۍ په ۲۸مه)چې د پاکستان د لوی درستیز قمرجاوید باجوه په بلنه دې هیواد ته سفر کړی دی له سترو پاکستاني چارواکو سره یی لیدنه وکړه.

د ملی امنیت د شورا دفتر په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې حمدالله محب په دې سفر کې له ترهګرۍ سره پرمبارزې،د افغانستان دسولې پر بهیر او سیمه ییزې نښلیدو خبرې اترې کړي دي.

تمه کیږي له اختر وروسته ولسمشرغني دپاکستان دلومړی وزیر عمران په بلنه اسلام آباد ته سفر وکړي.

له پاکستان څخه د افغان چارواکو لیدنه د افغانستان دسولې دبهیر اړوند سیمه ییزو او نړیوالو هڅو سره سم ترسره کیږی.

په دې وروستیو کې د پاکستان لومړی وزیر اعلان وکړ چې اسلام آباد چمتو دی ترڅو په دې بهیر کې له کابل سره همکاری وکړي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي