1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

دیني عالمان: په هیواد کې دیني راټولیدنې وځنډول شي

علمای دین
05 Apr 2020

په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو له ډیریدو سره، یو شمیر دیني عالمان په منځمهاله توګه دیني او مذهبي راټولیدنې ممنوع اعلان کړې.

 

یو شمیر دیني عالمانو نن(یوه نۍ، اوري ۱۷/اپریل۵)، په کابل کې په یوې ناسته کې د کرونا ویروس د ګواښ تر لمنځه تلو د هر ډول دیني او مذهبي راټولیدنو په ممنوعیت ټینګار وکړ.

دوی د یوې فتوا په صادرولو سره د جوماتونو له امامانو هم وغوښتل چې د پنځه وقته او جمعې لمانځه د آذان پر مهال له خلکو وغواړي چې خپل لمونځ په کور کې وکړي.

دیني عالم، عبدالسلام عابد په دې ناسته کې وویل چې په داشان شرایطو کې د جګړې ښکیلې خواوې باید اوربند اعلان کړي.

هغه همداراز له حکومت څخه وغوښتل چې د احتکار کوونکو او د خوراکي توکو د ګران پلورونکو مخنیوی وکړي.

له دې سره، که څه هم د کابل ښار نن د ګرځبندیز په لسمه ورځ کې دی، خو د پلازمینې یو شمیر برخې د هیوادوالو د تګ را تګ شاهدې وې؛ د سرای شمالي بازار او کوتې سنګي هغه سیمې دي چې ګڼه ګوڼه پکې ډيره ده.

خو په کور کې د پاتې کیدو لپاره د حکومت سپارښتنو ته د هیوادوالو نه پاملرنه، د کابل د سیمه ییزې ادارې له غبرګون سره مخ شوه.

د کابل والي، محمدیعقوف حیدري رسنیو ته وویل، چې وروسته له دې، امنیتي سرتیري به له سرغړاوونکو سره قانوني چلند وکړي او همداراز هغوی به د قانون له مخې جریمه کړي.

حکومت د تیرې اوونۍ له پیلنۍ په کابل کې رخصتي اعلان کړه او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې په پلازمینه کې د قرنطین خب رورکړ.