د مخابراتو وزارت وایي چې د آزاده بازار اقتصادي نظام د دی لامل شوې چې حکومت ونشي کولای د خصوصي مخابراتي شرکتونو د انټرنټ بیې راټیټې کړي.
د انټرنټ د بیې لوړوالی او د مخابراتي شرکتونو د چوپړتیاوو کیفیتي نیمګړتیاوې تل د هیوادوالو له نیوکو سره مخ شوې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت واکپال، فهیم هاشمي، نن (څلورنۍ، د کب اوومه/فبرورۍ ۲۶)، “ملت ته د دولت” د حساب ورکولو په برنامه کې وویل چې آزاده اقتصادي بازار د خصوصي مخابراتي شبکو د انټرنټ د بیو د ټیټولو لپاره د دې وزارت پر وړاندې خنډ ګرځي.
هغه زیاته کړه: “د افغانستان د اساسي قانون له مخې، اقتصادي نظام، د آزاده بازار نظام دی او هیڅوک بیې نشي ټاکلی. شونې ده چې د اترا اداره یو سقف مټاکي، خو هغه هم په داسې شرایطو کې چې شواهد وښايي چې شرکتونه له یوه بل سره همکاري لري.”
د مخابراتو وزارت واکپال ټینګار کوي چې د دولتي شبکو د انټرنټ بیه ۳۰ سلنه ټیټه شوې، خو خصوصي شرکتونه د تخفیفونو ترلاسه کولو ترڅنګ، د انټرنټ بیه نه ټیټوي.
د مخابراتو وزارت همداشان په روان کال کې د دې وزارت د عوایدو د لوړوالي خبر کوي: دې وزارت ۹ میلیارده افغانۍ عواید لرلي چې دا شمیر د مالیې وزارت لخوا له ورکړل شوې موخې لوړ دی.
د مخابراتو وزارت واکبال همداشان د مخابراتي شبکو د پیرودونکو د مصرفي کارتونو د لس سلنه مالیې د ټولولو په بهیر کې د روڼتیا په موخه د هڅو خبر ورکوي.
د مخابراتو وزارت د ګزارش پر بنسټ، ناکرارۍ په هیواد کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې پر وړاندې لوی خنډ دی.