په تیره یوه کال کې د آسیا بنسټ نظرپوښتنې ښیې چې افغانان د طالبانو دسولې د خبرو اترو د بهیر ملاتړي دي.
دا پلټنه په ښارونو او کلو کې د سولې،امنیت،ټاکنو او اقتصادي حالت په اړه ترسره شوې ده چې ۸۹ سلنه هیواد والو له طالبانو سره د خبرو اترو له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د دې نظرپوښتنو پر بنسټ:۸۹ سلنه افغانانو له طالبانو سره د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي،۶۴سلنه له دې ډلې سره سوله شوني بولي.۶۵ سلنه هیواد وال حاضر نه دي چې تیرې لاسته راوړنې د سولې د خبرو اترو قرباني شي،ډیری میرمنې له طالبانو سره په د خبرو اترو د پایلو په اړه اندیښمنې دي.ډیری مرکه کوونکو واک ته د طالبانو راګرځیدل او د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړو لامل ویلی دی او ۷۵ سلنه هیواد وال د خپل ځان د امنیت اندیښمن دي چې دا اندیښنې بیا په ارزګان او بادغیس کې په لوړه کچه او په پنجشیر او بامیان کې بیا په ټیټه کچه دي.
په دې نظرپوښتنه کې په کلو کې ډیری مرکه کوونکو ویلي دي چې طالبانو ورته ګواښ پیښوي،خو په ښارونو کې بیا ۵۵ سلنه خلکو جنایې جرمونه ستر ګواښ بللی دی.
له بلې خوا په دې نظرپوښتنه کې ۳۶ سلنه ګډون کوونکو ویلي دي چې افغانستان په سمه لار روان دی،په داسي حال کې چې دا کچه بیا په ۲۰۱۸ زیږیدیز کال کې ۳۲،۸ سلنه وه له همدې منځه نږدی ۵۶ سلنه د امنیت له ښه والي او ۴۹ سلنه هم له بیا رغونې خوښبینه دي.
خو څه د پاسه ۵۸ سلنه هیواد والو ویلي دي چې افغانستان د نا سمې لارې په لور روان دی،نا امنۍ،بداقتصادي حالت او د دولت د واکمنۍ څرنګوالی د هیواد والو له اندښنو څخه دي.
په دې نظرپوښتنه کې له نږدی ۱۸ زره کسانو سره مرکه شوې ده چې له دې منځه نږدی ۵۰ سلنه کسانو ویلي دي چې د دوی اقتصادي حالت بدتره شوی دی.
د آسیا بنسټ له ۱۵ کالونو را په دې خوا هر کال په بیلابیلو برخو کې د افغانستان د حالت په اړه له زرهاوو کسانو سره له مرکې وروسته خپله ارزونه خپروي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي