| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د آسیا د زړه د ناستې پای؛ ولسمشر غني: هره سیاسي هوکړه به د لویې جرګې له لورې تایید شي
30 Mar 2021
محمد اشرف غني، د آسیا زړه-استانبول بهیر نهم پړاو ناسته کې وویل چې سوله جوړونه، د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو بهیر دی چې یوه سیاسي هوکړه رامنځته کوي او دا هوکړه به د لویې جرګې له لورې تایید شي.
د آسیا زړه-استانبول بهیر نهمه ناسته چې د دوو ورځو لپاره د تاجیکستان په کوربه توب پیل شوه، نن مازدیګر (درې نۍ، وري لسمه)، پایته ورسیده.
ولسمشر غني چې د دې ناستې له اصلي ویناوالو څخه وو، په افغانستان کې یې د سولې د ټینګیدو لپاره نړیواله او سیمه ییزه ټلواله حیاتي وبلله.
هغه د سیمې لپاره په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پایته رسیدو او د سولې د ټینګیدو لپاره هڅې روانې دي.
ولسمشر غني زیاته کړه: “سوله زمونږ لپاره یوه هیله نده، بلکې یوه اړتیا ده، مونږ له خپلو متحدینو سره د یوې حل لارې او سولې ته د رسیدو په لټه یوو. مونږ هیله من یوو چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی پایته ورسیږي.“
ښاغلي غني یو ځل بیا د ټاکنو له لارې د واک پر لیږد ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان څخه یې وغوښتل چې له ټاکنو څارنه وکړي.
هغه همداراز له طالبانو سره د هر ډول سیاسي هوکړې د تایید اخیستلو اړوند وویل: “سوله جوړونه، د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې بهیر دی چې یوه سیاسي هوکړه به رامنځته کړي او د لویې جرګې له لورې به تایید شي.“

له بلې خوا، د تاجیکستان ولسمشر، امام علي رحمان په دې ناسته کې وویل، چې د افغانستان قضیه پوځي حل لاره نلري او باید روانې جګړې ته د پای ورکولو لپاره سیاسي حل لاره ترلاسه شي.
امام علي رحمان همداراز د سیمې او نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې په دې هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره هڅه وکړي او په بې غرضه توګه په دې برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.
له دې ټولو سره؛ په افغانستان کې له بیړني اوربند، معنالرونکو خبرو له دوام، په ترکیې کې له راتلونکې ناستې ملاتړ، د سولې د بهیر په تړاو د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو په مالکیت له دې بهیر څخه د آسیا زړه ناستې-استانبول بهیر د غړو ملاتړ، د دې ناستې له مهمو سکالو څخه وو.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر د دې ناستې په پای کې وویل چې افغانستان سیمه ییزې ټلوالې ته رسیدلی دی.
له بلې خوا، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراج الدین مهرالدین هم د دې ناستې په پای کې وویل چې ګډونوالو د سولې په بهیر کې له افغانستان څخه په ملاتړ او د دې هیواد په ودې ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د سولې او ټیکاو نشتون، د لویو سیمه ییزو پروژو پلي کیدو ته تاوان رسوي. په دې ناسته کې ټینګار وشو چې له ترهګرۍ سره مبارزه لومړیتوب دی.
له دې ټولو سره، د آسیا زړه-استانبول بهیر، په ۲۰۱۱ کال کې د کابل او انقرې په نوښت سولې او ټیکاو ته د افغانستان د رسیدو په موخه جوړ شو او سږکال، د سیمې او نړۍ او نړیوالو سازمانونو له ۵۰ ډیرو استازو په دې ناسته کې ګډون کړی وو.
