د افغانستان د فوټبال درې استازي د آسیا فوټبال کنفدراسیون کې د ځوانانو سفیر په توګه وټاکل شول.
د هیواد د فوټبال فدراسیون وویل چې عبدالله علي د ۱۶ کلنو د ملي ټیم غړی، کرشم فقیري او یاسمین عرفاني د ښځو د فوټبال ملي ټیم دوه غړي د فوټبال فدراسیون کې د ځوانانو سفیران تاکل شوي دي
د فوټبال ملي فدراسیون په وینا د آسیا په کندفدراسیون کې دا درې افغان استازي د لوبو، په ځانګړي توګه فوټبال کې ښه نمایندګي کیدلی شي.
د اسیا فوتبال کنفدراسیون ۴۷ غړي لري او مرکز یې په کوالالامپور کې دی چې افغانستان هم د هغه غړیتوب لري.