1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د آمریکا له تور نوملړ څخه د انصارالله ډلې د لیرې کیدو د بهیر رسمي پیل

161070503823917800
07 Feb 2021

د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې دا اقدام به ډير ژر اجرايي پړاو ته ورسیږي او په یمن کې به د اړتیا وړ مرستو لپاره د بشرپاله مرستو سازمانونو خند له منځه ولاړ شي.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو سازمان او بشرپاله بنسټونو هیښتیا ورکړې وه چې د ترهګریزو ډلو په نوملړ کې د انصارالله ډلې ورزیاتیدل به په نړۍ کې د انساني کړکیچ لامل شي.

دا پریکړه د نړیوالو مثبتو غبرګونونو او پراخ هرکلي سره مخامخ شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان لوی منشي او یوشمیر هیوادونو په تیره بیا د یمن دولت د آمریکا د ترهګرۍ نوملړ څخه د انصارالله له لیرې کیدو څخه په هرکلي سره اعلان وکړ چې له دې کار سره به د میلیونونو یمني وګړو ژوند چې لومړنیو مرستو ته اړیا لري وژغورل شي.

د راپورونو پر بنسټ د یمن انصارالله ډله د ټرامپ د دولت له لوري د ترهګریزو ډلو په نوملړ کې شامله شوه.