کابل ته د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو له سفر وروسته، د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې، د یوه هراړخیز حکومت جوړولو لپاره د افغان سیاسي مشرانو پر کړنو نیوکه کړې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي دي:”د آمریکا متحده ایالاتونه ویاړي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او خلکو سره ملګرتیا کوي او له هغه څه چې افغانستان له ۲۰۰۱ کاله را په دې خوا تر لاسه کړي دي، ستایو یې. مونږ له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا په ځانګړې توګه د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د نړیوالې سولې پر وړاندې ګواښونو په برخه کې د ګډو قربانیو په ورکولو سره، ژوره اړیکه ټینګه کړې ده.“
د دې اعلامیې پر بنسټ، ”آمریکا د ۴۰ کلنې ویجاوړونکې جګړې پای لپاره د یوې سیاسي حل لارې په موخه مرستو ته ژمنه ده. ښاغلی پامپیو له یوه بیړني پیغام سره نن کابل ته راغی. هغه نیغ په نیغه له افغان مشرانو سره خبرې اترې وکړې ترڅو هغوی اړ کړي د افغانستان د خلکو لپاره جوړجاړی وکړي.“
د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه:”آمریکا متحده ایالتونه ژوره خواشينې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او مخکینی اجرایي مشر عبدالله عبدالله، ښاغلي پامپیو ته ویلي دي چې دوی د یوه هراړخیز حکومت جوړښت اړوند هوکړې ته نشي رسیدلی ــ چې وکولای شي د حکومتوالۍ، سولې او امنیت ته رسیدنه وکړي او د افغانستان وګړو ته د سلامت او سوکالۍ په برخه کې لار هواره کړي.“
په اعلامیه کې همدا شان راغلي دي: ”آمریکا له هغوی نهیلې شوې ده او د افغانستان او زمونږ د ګډو ګټو لپاره د دوی کړنه څه معنا لري. دې پاتې راتلو د آمریکا او افغانستان اړیکو ته تاوان رسولی دی او دوی د افغانستان خلکو، آمریکاییانو او زمونږ ایتلافي ملګرو چې د دې هیواد نوي راتلونکې لپاره خپل ژوند او خپلې شتمنۍ قرباني کړې دي، په خواشینۍ سره پام نه دی کړی.“
د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ناندرې د آمریکا ملي ګټو ته ګواښ بولي او ټینګار کوي چې: ”د آمریکا حکومت له افغانستان سره په خپلو مرستو بیا کتنه کوي. د نورو ګامونو په منځ کې، نن مونږ اعلان کوو چې په افغانستان کې په خپلو لګښتونو کې مسوولانه بدلون راولو او ژر سږکال له خپلو مرستیو یو میلیارډ ډالره لږوو. مونږ په ۲۰۲۱ کال کې هم د یو میلیارډ ډالرو د کمولو لپاره چمتو یوو. مونږ همداشان په خپلو ټولو برنامو او پروژو بیا کتنه کوو، ډیرۍ کمښت ګورو او په راتلونکو ناستو کې هم د افغانستان لپاره د مرستې په موخه په همکاریو بیا کتنه کوو.“
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلانپاڼه کې همداشان راغلي: ”دا مو د افغانستان د حکومت مشرتابه ته روښانه کړې چې مونږ له هغو عملیاتو چې سیاسي انګیزه ولري، ملاتړ نه کوو او نه هم له هغو سیاسي مشرانو چې د داشان عملیاتو سپارښتنه کوي او یا هغه کسان چې د یوه موازي حکومت لپاره حقغوښتنه او ترې ملاتړ کوي.“
امریکا د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي هوکړه، د حل یوازینۍ لاره بللې او ټینګار یې کړی: ”دا غواړو ووایم چې افغان مشرانو د ګډې اعلانمیې په څوکاټ کې د خپلو ژمنو پر وړاندې متناقضه عمل لري. هغوی د افغانانو ترمنځ په خبرو کې د ګډون لپاره د هر اړخیز ملي ټیم د جوړولو په برخه کې پاتې راغلي او ندي توانیدلي چې یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو او د تلپاتې او هراړخیز اوربند د ټینګیدو په موخه د دواړو لوریو له لورې د بندیانو د خوشې کیدو د آسانولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي. مونږ د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، د شرایطو پر بنسټ د خپلو سرتیرو بهر کول پرمخ وړو.“
د دې اعلامیې پر دوام راغلي: ”که افغان مشران د یوه ټول شموله حکومت د جوړیدو ټاکنه چې وکولای شي د امنیت لپاره لار هواره کړي او د سولې په بهیر کې ګډون وکړي، وټاکي، د امریکا متحده ایالتونه چمتو دي چې له دې هڅو ملاتړ وکړي او په بیا کتنه کې چې نن پیل شوې، بیا کتنه وکړي.“
د اعلانپاڼې په پای کې، د امریکا د بهرنیو اچرو وزارت د افغانستان سیاسي مشران په نامسوولانه کړنو تورن کړي او ویلي: ”د امریکا متحده ایالتونه نه له افغانستان څخه د خپل ګډونه لاس په سر کیږي او نه هم د افغانستان له امنیتي سرتیرو له ملاتړه، مونږ د همکاریو په کچې بیا کتنه، د افغانستان د مشرانو د نامسوولانه کړنو له کبله ده. د افغانستان ولس ته د امریکا د ثابو ژمنو د ښودلو لپاره، متحده ایالتونه له افغانستان سره د کرونا ویروس د خپریدو پر وړاندې د مبارزې لپاره، ۱۵ میلیون ډالري مرسته کوي.“
آرزو خبري سایټ ــ شمس الرحمن سباوون خپلواک