1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د اختر په ورځو کې د پولیس ځواکونو ځانګړې امنیتي تابیاوې

پولیس
03 Jun 2019

دکورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي نن دوه نۍ (د غبرګولي ۱۳مه)په یوې خبري ناسته کې وویل چې امنیتي ځواکونه دکوچني اختر په ورځو کې په ټول هیواد کې ځانګړې امنیتي تابیاوې تر لاس لاندی نیولي دي.

ښاغلی رحيمي زیاته کړه:په جوماتونو،تفري ځایونو او هغه سېمو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده،د امنیتي ځواکونو په تیره بیا ملی پولیسو له لوري ډاډمنې امنیتي تابیاوې تر لاس لاندی نیول شوي دي او په دې ورځو کې د پولیس ګرځنډه ټیمونه هم زیات شوي او زیان منونکې سېمې تر امنیتي پوښښ لاندی راولي.

هغه ټينګار وکړ چې د ترهګریزو بریدونو د شنډيدو لپاره ټول پولیس ځواکونه په آماده باش حالت کې دي

 

د کورنیو چارو وزارت په داسی حال کې دکوچني اختر په ورځو کې د امنیتي تابیاوو د تر لاس لاندی نیولو خبر ورکوي چې یوازی د کابل ښار پرون د (غبرګولي په ۱۲مه)د دریو چاودنو شاهد وو چې په پایله کې یی دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او نږدي ۳۰ نور ټپیان شول.

د کابل ښار نن هم په دارالامان سېمه کې د یوې چاودنې شاهد وو چې په کې لږ تر لږه پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او نږدي لس نور ټپیان شول.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي