د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک نږدې درې نیمې میاشتې وروسته، ارګ نن (دوه نۍ، وږي ۱۰مه)، د سپیدار د نوماند وزیرانو نوملړ اعلان کړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي د نویو نوماند وزیرانو د اعلان پرمهال، همداراز د حکومت د کابینې د بشپړیدو خبر ورکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند له لورې د وړاندي شوي نوملړ له مخې؛ بشیراحمد تهینج د کار او ټولنیزو چارو نوماند وزیر، نثاراحمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزیر، قدرت الله ذکي د ټرانسپورټ نوماند وزیر، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ د نوماند وزیرې، انورالحق احدي د کرنې او اوبو لګولو نوماند وزیر، محمد الله صمیم د پولو، قومونو او قبایلو نوماند وزیر، فضل احمد معنوي د عدلیې نوماند وزیر، نوررحمان اخلاقي د کډوالو چارو نوماند وزیر، عباس بصیر د لوړو زده کړو نوماند وزیر او سیدسادات منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت نوماند وزیر په توګه د سپیدار له لورې پيژندل شوي دي.
مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ له سپیدار څخه غوښتي وو، هغه کسان چې د کابینې د غړیتوب لپاره شایسته وي، وروپيژني.
له دې سره، یو شمیر قانون جوړوونکي د حکومت د نوې کابینې د پيژندنې هرکلی کوي.
د ولسي جرګې غړي، سیدعظیم کبرزاني له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د شایسته والي اصل ته په کتو سره، پيژندل شویو نوماند وزیرانو ته رایه ورکړي.
د ارګ او سپیدار ترمنځ د کابینې ویش، د سیاسي هوکړه لیک مهمه برخه وه، خو د حکومت د اقتصاد او شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته نوماندان نه دي پيژندل شوي او د دې سند د نورو برخو په پلي کیدو لانجې لا پرځای پاتې دي.