منځګړيو د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د سیاسي اختلافونو د هواري لپاره، له ارګ وغوښتل چې د حکومتي چارواکو د ګومارنو بهیر د یو څو مودې لپاره وځنډوي.
حامد کرزي، عبدرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني او کریم خلیلي چې په دې وروستیو کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پيل کړي، په یوه اعلانپاڼه کې له اشرف غني غوښتي چې د کړکیچ د لمنځه وړلو لپاره د حکومتي چارواکو د ګومارنو بهیر وځنډوي.
په دې اعلانپاڼه کې راغلي: ”په هیواد کې شته وو حالاتو ته په کتو سره، همکارۍ او جوړجاړۍ ته د رسیدلو لپاره ګډې هڅې رواني دي. د دې هڅو او یوې مطلوبې پایلې ته د رسیدلو لپاره، وړاندیز کوم چې ډاکټر اشرف غني د حکومتي چارواکو ګومارنه د یوه لنډ مهال لپاره وځنډوي او ډاکټرعبدالله عبدالله هم جوړجاړي ته د رسیدلو لپاره ټاکل شوی مهال وغځوي.“
منځګړیو همداشان هیله مندي ښودلې چې، ” د سولې خبرې اترې ژر تر ژره پيل او یوې وروستۍ پایلې ته ورسیږي چې زمونږ ګران هیواد کې یوه تل پاتې سوله ټینګه شي.“