د مشرانو جرګې یو شمیر غړي، د افغانستان د راتلونکي لپاره له بیلابیلو آدرسونو د جلا طرحو او لیدلوریو وړاندې کیدل، د خلکو په ګټه نه بولي او د ترکیې ناستې ته د لیدلوریو د یووالي غوښتونکې ده.
د افغانستان اړوند د استانبول ناسته، د سناتورانو د نننۍ ناستې (یوه نۍ، وري پنځلسمه)، اصلي منځټکی.
یو شمیر سناتورانو په دې ناسته کې د استانبول ناستې ته د سیاستوالو د لیدلوریو د یووالي پر سر ټیناګر وکړ.
د مشرانو جرګې غړي، محی الدین منصف په دې ناسته کې وویل: “له ټولو سیاسیونو او حکومت څخه زمونږ غوښتنه دا ده چې له ګډې اجنډا سره ګډون وکړي. که له جلا اجنډاو سره ګډون وکړي، د خلکو په تاوان ده.”
د مشرانو جرګې مشر، فضل هادي مسلمیار هم په دې ناسته کې وویل، په هره هغه ناسته کې چې د سولې په تړاو وي، سیاستوال باید په یووالي سره ګام کیږدي او د خلکو لپاره ګډه طرحه وړاندې کړي.
ښاغلي مسلمیار زیاته کړه: “هغه سیاسیون چې د شخصي عقدو له مخې، د بیلابیلو حکومتونو د جوړیدو غږ اوچتوي، له خیالي طرحو او سلیقوي غوښتنو دې تیر شي او د ستونزو د هواري لپاره دې لاس په کار شي.”
د مشرانو جرګې یو شمیر غړي هم په دې ناسهت کې د هیواد د راتلونکي اړوند د بیلابیلو غږونو له پایلو اندیښمن دي.
د مشرانو جرګې مشر، محمدخان په دې ناسته کې وویل: “بیلابیلې طرحې د دښمن په ګټه دي… د نظام تخریب د هیڅ چا په ګټه ندی، باید د ترکیې په ناسته کې له واحدې طرحې سره ګډون وکړو.”
د ګزارشونو پر بنسټ، تراوسه د سیاسي ګوندونو او بهیرونو له لورې د هیواد د سولې د بهیر په تړاو لږ تر لږه ۳۰ طرحې د ملي روغې جوړې لویې شورا ته سپارل شوې دي.
په دې وروستیو کې، د ولسي جرګې د سولې کمیټه هم وایي چې د دې بنسټ طرحه به راتلونکې اوونۍ په ټولیزه ناسته کې له قانون جوړوونکو سره او وروسته له نورو لوریو سره شریکه شي.
د ولسي جرګې منشي، کریم اتل په دې تړاو وویل: “د ولسي جرګې د سولې کمیټه هڅه کوي چې د خلکو په استازولۍ یوه طرحه چمتو کړي… یوه فرعي کمیټه جوړه شوې چې د راتلونکې اونۍ تر څلورنۍ یوه طرحه چمتو او هغه عمومي تالار سره شریکه کړي.”
د افغانستان دولت تیره ورځ اعلان وکړ چې د ترکیې به ناسته کې ګډون ته چمتو دی او اوس مهال، د دولت پلاوی د استانبول ناستې د اجنډا، د غړو د ګډون د څرنګوالي او نیټې په وروستي کولو بوخت دی.
که څه مه مخکې له دې د استانبول ناستې د ترسره کیدو اړوند د اختلافونو د شتون ګزارشونه خپاره شوي وو، خو یو شمیر رسنیو په دې وروستیو کې ګزارش ورکړی چې ترکیه، آمریکا او ملګري ملتونه د روانې زیږدیځې میاشت په شپاړلسمه نیټه د دې ناستې په ترسره کیدو هوکړې ته رسیدلي او تمه ده د استانبول بهیر د لسو ورځو لپاره دوام ولري.