| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د اسلامي عالمانو نړیواله ټولنه: په افغانستان کې روانه جګړه مشروعیت نلري
01 Feb 2021
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوې بیانیه کې اعلان کړی چې د اسلامي عالمانو نړیوالې ټولنې مشرتابه په افغانستان کې د جګړې په پایته رسیدو او په بیړني اوربند ټينګار کړی دی.
دې وزارت ویلي چې د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي دیني کمیټې، نن دوه نۍ (سلواغې ۱۲)، په دوحه کې د اسلامي عالمانو د نړیوالې ټولنې له مشرتابه غړو، احمدالریسوني او دکتور قره داغي سره ولیدل.
د اسلامي عالمانو د نړیوالې ټولنې مشرتابه وویل: “په افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نلري؛ نو له دې کبله لازمه ده چې د جګړې د پایته رسیدو لپاره، سیاسي حل لاره وپلټل شي. په اوسني حالت کې، د بیړني اوربند ټینګښت شرعي واجب دی او د خبرو لوري باید ژر تر ژره په دې تړاو هوکړې ته ورسیږي.”
په دې اعلانپاڼه کې راغلي: “هغوی په افغانستان کې روانه جګړه د سیاسي اختلافونو له کبله بللې، ویلي چې د سولې په بهیر کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ونډه اساسي ده.”
مخکې له دې هم حکومت تل د طالبانو روانه جګړه نامشروع بللې او په خبرو کې یې پر دې په بحث ټینګار کړی دی.

له بلې خوا، د هیواد په لویدیځ کې یو شمیر دیني عالمانو او مدني فعالانو، په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره د اسلامي هیوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دوی نن په کندهار ولایت کې په یوې ولسي راټولیدنه کې، په افغانستان کې د حالت له خرابیدو اندیښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې په هیواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره، اسلامي نړۍ باید د افغانستان ترڅنګ ودریږي.
مدني فعالانو په دې ناسته کې همداراز د اوسني نظام په ساتنې او به هیواد کې په پایښت لرونکې سولې ټينګار وکړ.
له دې ټولو سره، ولسمشر غني تیره ورځ د ترکیې له ولسمشر سره په ټلفوني اړیکه کې هوکړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې، د فغانستان-ترکیې- پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او همداراز د انقرې په کوربه توب د افغانستان او ترکیې د عالمانو ګډه ناسته ترسره کړي.
