1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د اسلام قلعې پيښه؛ له زرو ډیر باروړونکي موټرونه او د نفت او ګازو ټانکرونه سوځیدلي

45
18 Feb 2021

د اسلام قلعې له پيښې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پلاوي څیړنې ښيي چې سوداګرو ته میلیونونه ډالره تاوان اوښتی؛ که حکومت د تاوان جبران ونکړي، سوداګر به د پانګونې له دوام څخه ډډه وکړي.

 

په اسلام قلعې ګمرک کې له اورلګیدنې پنځه ورځې تیریږي، خو لا هم د دې پيښې د کره تاوان شمیرنه نده روښانه شوې.

د ولس یو شمیر استازي او د سوداګرۍ خونو پازوال نن (پنځنۍ، سلواغې۳۰مه)، په یوې ګډه ناسته کې، حکومت د دې پيښې پر وړاندې په بې غورۍ تورن کړ.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر، محمد یونس قاضي زاده په دې ناسته کې د حکومت په کمکارۍ د نیوکې ترڅنګ وویل چې په دې موده کې، شپږ پلاوي د اسلام قلعې ګمرک ته استول شوي دي.

هغه د دې پيښې د څیړلو او د سوداګرو د تاوانونو د جبران لپاره د واکمن پلاوي د جوړیدو غوښتونکی شو.

د سوداګرۍ خونو پازوال چې د دې پيښې د څیړلو لپاره هرات ته راغلي، وایي چې د اسلام قلعې په اورلګیدنه کې، له زرو ډیر موټرونه سوځیدلي چې له دې منځه، د نفت او ګازو ۳۷۰ ټانکرونه دي او له ۹۰ سلنه ډیر موټرونه هم نادرکه دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل مشر، سیدزمان هاشمي په دې تړاو وویل: د سوند توکو، نفت او ګازو له زرو ډیر لیږدوونکي موټرونه سوځیدلي، ۹۰ سلنه نورې واسطې تراوسه ورک دي. انګیرل کیږي چې سلګونه میلیونه ډالره سوداګرو او چلوونکو ته تاوان اوښتی دی.

د افغانستان د خونو د فدراسیون غړي، خان جان الکوزي هم وویل چې په اسلام قلعې ګمرک کې د مسوولینو بې غورۍ، د اتیا سلنه اورلګیدنې لامل دی.

هغه زیاته کړه: ایران د اور د کمیدو لباره ورونه د موټرونو لپاره خلاص کړل، خو ستاسې پولیسو، تاسې ته ورونه خلاص نکړل… د اسلام قلعې په ګمرک کې، وړتیا، ودانۍ او بنسټ شتون نلري.

په دې ناسته کې، د ولسي جرګې پلاوي هم، پراخ فساد د اسلام قلعې د اورلګیدنې لامل بللی او دا یې قصدي کار په ګوته کړي.

په همدې حال کې، د هرات والي، سیدعبدالوحید قتالي ویلي چې دولت د خصوصي سکټور ترڅنګ دی او له دې برخې به ملاتړ وکړي.

تل د هیواد په ګمرکونو کې د فساد په شتون نیوکه شوې ده.

له دې ټولو سره، تیره ورځ د هرات د تورغندي بندر د څلورو مسوولینو او مامورینو په ګډون د درنو جرمونو د مامورینو له لورې د اداري فساد په تور ونیول شول.