1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د اختلافونو د هواري لپاره د ولسي جرګې هڅې

01
31 Mar 2020

د جرګې د مرکچي پلاوي یو غړي د ښاغلي عبدالله په حواله ویلي چې د ملي ګټو په موخه هره پریکړه، د عبدالله عبدالله لپاره د منلو ده.

 

ولسي جرګې د ټاکنو له کبله د سیاسي ناندرو د هواري لپاره خپلې عملي هڅې پیل کړې. د جرګې مرکچي پلاوي، په لومړي ګام کې تیر ماښام (دوه نۍ، مارچ ۳۰)، له عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د سیاسي ناندرو د هواري لپاره د جرګې د ځانګړي پلاوي یو غړي، حجت الله خردمند، آرزو ته ویلي چې ښاغلي عبدالله منلې چې د ملي ګټو لپاره پریکړه کوي.

د ښاغلي خردمند په وینا، عبدالله عبدالله ټینګار کړی، د سیاسي ناندرو د هواري لپاره د ملي ګټو پر بنسټ هره هغه پریکړه چې د جرګې د ځانګړي پلاوي لخوا وشي، ورته د منلو ده.

تمه ده د سیاسي ناندرو د هواري لپاره دا پلاوی، ډیر ژر له محمد اشرف غني سره هم وویني او وروسته له رامنځته شوي سیاسي کړکیچ څخه د بهر تلو لپاره خپله طرحه شریکه کړي.

تیره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار وویل چې اوس مهال، د حکومت د سیاسي مشرانو ترمنځ د نوي حکومت د جوړیدو پر سر خبرې روانې دي.

د عبدالله عبدالله ویاند، محمد امید میثم هم آرزو ټلویزیون ته ویلي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي خبرو ښه پرمختګ لرلی دی.

د هغه په وینا، د سیاسي هوکړې لپاره د دواړو لوریو ترمنځ لیوالتیا هم ډیره شوې ده.

له دې سره سم، د امریکا د بهرنیو اچرو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې لیکلي چې مایک پامپیو د ناټو له لوی منشي سره د افغانستان د سیاسي حالت اړوند تلفوني خبرې کړي؛ دواړو لوریو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سیاسي هوکړې په پایله کې د ټول شموله حکومت جوړیدل یوه اړتیا ده.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک