| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ نوې ناندره
11 Mar 2020
وروسته له هغه چې ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرايي ریاست د لغوه کیدو امر وکړ، عبدالله عبدالله د اشرف غني فرمانونه بې اعتباره بللي دي.
ولسمشر غني نن له غرمې وروسته (څلورنۍ، د کب ۲۱)، د یوه فرمان صادرولو سره، اجرایي ریاست لغوه کړ.
د دې فرمان پر بنسټ، وروسته له دې د اجرایي ریاست هیڅ مکتوب د اجرا وړ ندی او د دې بنسټ کارکوونکي د اداري سمون د کمیسیون له لارې نورو بنسټونو کې جذبیږي.
په دې فرمان کې همداشان راغلي چې د رجال برجسته اداره، نور د دې بنسټ د ساتنې پازه نلري.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي هم نن (څلورنۍ، د کب ۲۱)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې وروسته له دې اجرايي ریاست شتون نلري.
خو د ولسمشر د دې فرمان وروسته، عبدالله عبدالله په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې د ملي یووالي د حکومت عمر پایته رسیدلی او محمد اشرف غني یې هم د مخکیني ولسمشر په توګه یاد کړی دی.
ښاغلي عبدالله زیاته کړې: “د ملي یووالي د حکومت مخکینی ولسمشر، محمد اشرف غني، نور ولسمشر ندی او د هغه فرمانونه او احکام بې اعتباره دي.”
په دې اعلانپاڼه کې همداشان راغلي: “د مخکیني اجرايي ریاست ټولو ملکي او پوځي کارکوونکو ته سپارښتنه کوو چې د تیر په څیر خپلو ورځنیو دندو او مسوولیتونو ته دوام ورکړي.”

