| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د اشرف غني او عبدالله عبدالله د هم مهاله لوړې کلیزه
09 Mar 2021
د تیر کال د کب په ۱۹مه، محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په جلا مراسمو کې، د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړې وکړې.
د افغانستان د ولسمشر د لوړې له مراسمو یوه کال تیریږي؛ د افغانستان په تاریخ کې بې مخینې ورځ چې په هغه کې دوه تنو (محمداشرف غني او عبدالله عبدالله)، هم مهاله په دوو جلا مراسمو کې د ولسمشر کیدو لپاره لوړه وکړه او د کورنیو اختلافونو د ډیریدو ور یې پرانیست.
د لوړې د مراسمو وروسته د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ناندرو، بل رنګ واخیست؛ هغه څه چې په سیاسي او ټولنیزو او په ځانګړې توګه د افغانستان په سولې او جګړې بې اغیزې نه وو.
که څه هم دواړو لوریو د سږکال د غوایي په ۲۸ کې په مشارکتي حکومت هوکړې ته ورسیدل، چې پر بنسټ یې عبدالله عبدالله د ملي روغې جوړې د لویې شورا د مشرۍ ترڅنګ، په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه ولري، خو د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې نږدې لسو میاشتو تیریدو سره، د حکومت کابینه د تیرو شپږو کلونو په څیر، بشپړه شوې نده او یو شمیر وزارتخونې د واکپالانو له لورې پرمخ وړل کیږي.

د سیاسي چارو شنونکي، رحمت الله بیژنپور په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل چې هوکړه او یووالی، تراوسه د نظام د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوې نده؛ له همدې کبله حکومت له سیاسي او اقتصادي پلوه ژورو کی دی او د اداري او فساد له پلوه هم داسې ځای ته رسیدلی چې پرتله یې د خلکو لپاره د محاکمې وړ دی.
ښاغلي غني د لوړې د مراسمو وروسته، د ۴۶۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو فرمان لاسلیک کړ، خو د طالبانو د ۴۰۰ خطرناکه بندیانو د خوشې کیدو پر سر د بحث لپاره حکومت لویه جرګه راوبلله او د یو شمیر هیوادونو په منځګړیتوب او د سولې د بهیر د چټکیدو لپاره د دې ډلې پنځه زره ډیر بندیان خوشې شول چې په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو ور پرانیستل شي.
د پوځي چارو شنونکي، عتیق الله امرخیل د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د طالب بندیانو خوشې کیدو، افغانستان سولې ته نږدی کړی دی؟ دا پریکړه ناکامه وبلله.
له بلې خوا، یو شمیر هیوادوال چې د حکومت مشرتابه په ښې حکومتلۍ کې په مدیریتي کمزورتیا تورنوي، په دې باور دي چې د سولې د خبرو په پرمخ وړلو کې هڅو، د جګړې پر حالت مثبته اغیزه نده لرلې.
د هغوی په باور، خبرې یې اوږدې کړي، جګړه ییزې بڼې د چاودنو او موخه ییزو وژنو ډیریدو سره بدلون موندلی او حکومت یې هم په مخنیوي کې پاتې راغلی.
له دې ټولو سره، د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخانه مینه پال په تیر یوه کال کې، په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي برخو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو خبر کوي.
په امریکا کې د نوي دولت منځته راتلو سره، که څه هم د افغانستان حکومت د کابل پر وړاندې د بایډن ادارې سیاستونو ته خوښبینه وو، د بایډن ادارې د دوحې د هوکړه لیک په څیړلو ځیرنه وکړه، طالبانو خپل سیمه ییز سفرونه پیل کړل او د دوحې خبرو ته لږه پاملرنه کیده.
خو کابل ته د خلیلزاد لومړني سفر سره؛ په افغانستان کې سیاسي حالت بدل شو؛ د افغانستان لپاره د واشنګټن نوې طرحه او ولسمشر غني ته په آمرانه لحن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک خپریدو، د افغانستان سیاسي فضا متزلزله او هیوادوال یې د راتلونکي اړوند اندیښمن کړل؛ بله خوا، یو شمیر سیاسیونو د دې طرحې په تړاو خوښبيني وښوده؛ خو حکومت اعلان کړی چې د دې طرحې پر وړاندې دریږي.
