د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت واکپال وایي چې لسګونه خبریالان د وروستیو تاوتریخوالو او امنیتي ګواښونو له کبله د خبریالانو د خوندیتوب په څوکاټ کې له هیواده بهر تللي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت واکپال، قاسم وفایي زاده نن (یوه نۍ، د چنګاښ اوه ویشتمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل په هغو ولایتونو او سیمو کې چې طالبان واکمن دي، ۵۱ خبریالان د تاوتریخوالي او ګواښونو له کبله، له دې سیمو کابل ته راغلي.
هغه همداراز وویل چې ۷۱ نور خبریالان د امنیتي ګواښونو له کبله، د خبریالانو د خوندیتوب برنامې له مخې، له هیواده بهر تللي.
وفایي زاده زیاته کړه: له هیواده بهر د دې خبریالان لیږد د هغو د تلپاتي تلو په معنی ندی، یوازې د خوندیتوب برنامې لاندې د ځان ساتنې لپاره له هیواده بهر تللي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همداراز وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په ځینو سیمو کې د رسنیو فعالیت په ټپه دریدلی دی.
د هغه په وینا، هغه سیمې چې د طالبانو په ولکه کې دي، د رسنیو او وینا خپلواکۍ پر وړاندې، پر رسنیو بندیز لګولی دی.
هغه همداراز وویل: د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې میهن راډیو، په بغلان کې پیمان راډیو، په سمنګان د سیمای صلح راډیو، په بلخ کې د نوبهار راډیو او په کندز کې د جیحون راډیو، هغه شبکې دي چې طالبانو لومړی د هغو ښځینه کارکوونکې رخصت کړي او تر فشار لاندې یې په شریعت غږ راډیو اړولي.
وفايي زاده همداراز وویل چې یو شمیر رسنۍ لکه سیمای غوریان، رادیو بغلان او په بغلان کې عقاب خپرونې د جګړو له کبله تاوان لیدلی او د خپرونو فعالیت یې په ټپه دریدلی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همداراز وویل چې له اویاوو ډير لرغوني اثرونه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د هغه په وینا، د وروستیو جګړو او تاوتریخوالي له کبله، په سمنګان ولایت کې ۳۲ لرغوني اثرونه، په بلخ کې ۳۱، په هلمند کې پنځه او په کندهار کې اته لرغوني اثرونه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخامخې دي.
خو طالبانو ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د واکپال د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د رسنیو پر وړاندې محدودیت شتون نلري. د طالبانو ویاند همداراز ادعا کړې چې ټول لرغوني اثرونه له هر ډول ویجاړي او ویرانیو په امان کې دي.