1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره تړاوو لري

Doha-intra-Afghan-Talks-4
21 Dec 2019

 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې هغه مهال پیلیږي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو هوکړه لیک لاسلیک شي.

سهیل شاهین په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي دي چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې به ټولې خواوې شاملې وي.

په همدې حال کې طالبانو ته یوه نږدی سرچینه وایې که چیری امریکا او د افغانستان حکومت د دې ‌‌ډلې پر وړاندې بریدونو لاس په سر نشي،د طالبانو مشرتابه اوربند ته لیواله نه ده.

له دې سره هم مهاله یو شمیر سیاسي کارپوهان له دولت سره د طالبانو خبرې اترې د تاوتریخوالي راکمیدو لپاره له اساسي شرایطو بولي.

طالبان وايي چې ټول شموله حکومت غواړي، که داسې و نه شي جګړې ته به دوام ورکړي.

دوی وايي چې امريکا سره تر موافقې وروسته به سملاسي بين الافغاني مذاکراتو کې د نوي حکومت جوړولو په هدف برخه واخلي.
ډغه ډله وايي چې لا تراوسه افغان حکومت د مشروع حکومت په توګه نه پيژني.

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو لسم پړاوو له څو را په دې خوا د لا زیاتو سلا او مشورو له کبله درېدلې دي او تر اوسه یې د بیا پیل په اړه هیڅ خبر هم نشته.

آرزو خبري سایټ ــ شمس  الله رحیمي