1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د افغانانو ترمنځ خبرو پر ژرمهاله پيل د اروپا ټينګار

4337926
07 Sep 2020

اروپایي ټولنې د افغانانو ترمنځ خبرو پر ژر پيل ټينګار کوي.

دې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې له رامنځته شوي فرصت څخه دې په افغانستان ګې د سولې د ټینګښت لپاره ګټه پورته کړي.

اروپایي ټولنې همدا راز د حکومت له لوري د طالب بندیانو له خوشې کیدو څخه هرکلی کړی او د افغانستان له خلکو سره یې د همکاریو له دوامه ډاډ ورکړی دی.

خو د طالبانو د اختلافي بندیانو د خوشې کیدو لړۍ به بشپړیدو سره سره، لا هم د افغانانو ترمنځ خبرو د پیله کره نیټه نه ده روښانه.

حکومت، طالبانو د دې بهیر په نه پیل تورنوي، خو طالبانو بیا په دې وروستیو کې خپل مرکچي پلاوي غړي معرفي کړلي دي او ویلي دي چې د تخنیکي ستونزو له حل وروسته د دې خبرو اترو نیټه اعلانوي.

په همدې حال کې د جګړو زور اخیستو ته په کتو،ه هیواد وال له دواړو لوریو غواړي چې ژر تر ژره دې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل او اوربند اعلان کړي.